Language

کندهار کې چاودنې يو تن وواژه

کندهار (پژواک ۱۶ سلواغه ۹۹): د کندهار امنیتی مسوولین وایي چې په کندهار ښار کې چاودنه شوې چې يو تن په کې وژل شوی دی.

د دې ولايت د امنيې قومندانۍ وياند جمال ناصر بارکزي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چاودنه د کندهار ښار په دویمه عینو مېنه کې پر ۲۷ سړک موټرسایکل بم چاودنه شوې ده.

د هغه په وينا، په چاودنه کې یواځې یو تن وژل شوی چې پر موټرسایکل یې چاودېدونکي توکي لېږدول.

د دې چاودنې مسوولیت تراوسه چا په  غاړه نه دی اخیستی.

Related Topics