ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد ښار کې د داعش ډلې د رهبرۍ ۷ غړي وژل شوي

جلال اباد ښار کې د داعش ډلې د رهبرۍ ۷ غړي وژل شوي

author avatar
15 Feb 2021 - 11:26
جلال اباد ښار کې د داعش ډلې د رهبرۍ ۷ غړي وژل شوي
author avatar
15 Feb 2021 - 11:26

جلال اباد (پژواک، ۲۷ سلواغه ۹۹): د ننګرهار ولايتي اداره وايي، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو جلال اباد ښار کې د‌ عملياتو پر مهال د داعش ډلې د یوه ځانمرګي په ګډون د رهبرۍ ۷ غړي د ځوابي بريد پر مهال وژلي دي.

د مسوولينو په وينا، که څه هم وسله والو له ملکي وګړو د سپر په توګه استفاده کوله، خو ځانګړو ځواکونو په ډېر مهارت سره عملیات ترسره کړل او عامو خلکو ته د سر زيان ونه رسېد.

د ننګرها ر ولايت د رسنيو له دفتره د سلواغې په ۲۷مه پژواک اژانس ته رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو ۰۲ قطعې له لوري تېره شپه د جلال اباد ښار اوومې ناحيې د غوچکو سيمې پر يوه کور چې داعش ډلې په کې مرکز جوړ کړی و، عمليات ترسره کړل.

د سرچينې په خبره، عملياتي ځواکونه د وسله والو له مقاومت سره مخ شول او ترمنځ یې نښتې دوام وکړ.

په خبرپاڼه کې ټينګار شوی چې د نښتې پر مهال ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو د یوه ځانمرګي په ګډون ۷ داعشيان وژل شوي دي.

د خبرپاڼې په حواله، ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په جریان کې د ځانمرګو بريدونو څلور واسکټونه، یو راکټ، ۳ کلاشینکوفونه، درې شاجورونه، ۲۰ لاسي بمونه او یوه اندازه چاودېدونکي توکي هم ترلاسه کړي چې په سیمه کې له منځه وړل شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو پر اساس، وژل شوو کسانو پلان درلود چې جلال اباد ښار کې هدفي وژنې، نښلېدونکي ماینونه، ځانمرګي او ډله یيز بریدونه ترسره کړي چې هدف ته له رسېدو وړاندې په نښه او له منځه یووړل شول.

داعش وسله والو په دې تړاو څه نه دي ويلي.

د سیمې اوسیدونکي وایي چې ټوله شپه هلته د ډزو غږونه اورېدل کېدل او خلک وېرېدلي وو.

د سمیع الله په نوم د غوچکو یوه اوسېدونکي پژواک ته وویل چې امنیتي ځواکونو لارې تړلې وې او خلک یې نه پرېښودل  چې له کورونو ووځي.

Visits: 97

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.