ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان امريکا ته: د ښځو حقونو او د بيان ازادي ته د اسلام په رڼا کې ژمن يو

طالبان امريکا ته: د ښځو حقونو او د بيان ازادي ته د اسلام په رڼا کې ژمن يو

author avatar
16 Feb 2021 - 18:58
طالبان امريکا ته: د ښځو حقونو او د بيان ازادي ته د اسلام په رڼا کې ژمن يو
author avatar
16 Feb 2021 - 18:58

کابل (پژواک، ٢٨ سلواغه ٩٩): د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر  د امريکا د ولس په نوم په يوه پرانيستي ليک کې د افغان شخړې پر سياسي حل لارې او دوحې تړون ته پر ژمنتيا د ټينګار ترڅنګ ويلي چې دوى د اسلامي اصولو په رڼا کې د ښځو حقونو او بيان ازادي ته ژمن دي.

دغه لیک د طالبانو قطر دفتر د وياند ډاکتر محمد نعيم له خوا په ټويټر او د طالبانو اړوند ويبپاڼه کې خپور شوى دى.

په ليک کې راغلي چې د  ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه د طالبانو او امريکا ترمنځ د دوحې تړون د دې موخې لپاره لاسلیک شو، څو ټول بهرني نظامي ځواکونه، د هغوی ټول غير ډيپلوماتيک ملکي پرسونل، شخصي امنيتي قرارداديان، روزونکي، سلاکاران او خدماتي پرسونل په ۱۴ مياشتو کې له افغانستانه ووځي او بالمقابل طالبانو ژمنه وکړه چې د افغانستان له خاورې به د هېڅ هېواد امنيت ته ضرر نه رسېږي.

ملا برادر په دغه ليک کې ليکلي،  تېر نولس کلن جريان ثابته کړه چې د افغانستان موضوع د زور او ځواک د استعمال او پوځي ستراتيژيو له لارې نه حل کېږي، دا اوږده جګړه لکه څنګه چې يې افغان ولس له سترو فاجعو او کړاوونو سره مخ کړی، امريکا ته يې هم درانه ځاني او مالي زيانونه اړولي دي، حيثيت ته يې زیان اوښتی او لا هم دواړو اړخونو ته تاوان پېښوي.

په ليک کې راغلي، له نولس کلنو تجربو وروسته د عقل او منطق تقاضا دا ده چې نور په مکمل ډول د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره رښتينې هڅې وشي او کړې ژمنې عملي شي، طالبان له خپل لوري د معضلې سياسي حل ته رښتينې ژمنتيا لري.

ملا برادر په دغه ليک کې ليکلي، طالبانو بيا بيا په نړیوالو کنفرانسونو او غونډو کې پر سیاسي حل د تاکید ترڅنګ نور عملي ګامونه واخیستل چې بالاخره يې د ملګرو ملتونو په ګډون د زیات شمېر هېوادونو د سیاسي استازو په شتون کې د دوحې تړون لاسلیک کړ او له هغه وروسته یې د دوحې تړون د بشپړ عملي کېدو په غرض په عملیاتو کې د پام وړ کموالی راوست، او بین الافغاني مذاکرات يې عملاً پيل کړل.

په ليک کې زياته شوې: ((موږ درک کوو چې امريکا او متحدين يې هم دې پايلې ته رسېدلي چې د افغانسان معضله يوازې د تفاهم په وسیله حل کېدای شي؛ ځکه يې د دوحې تړون رامنځته کېدو لپاره له اسلامي امارت سره مثبت مذاکرات ترسره کړل.))

په ليک کې راغلي، اوس چې د دوحې پر تړون يو کال تېرېږي، له امريکايي لوري يې غوښتنه دا ده چې له خپلې ژمنې سره سم د دغه تړون پوره پلي کېدو ته ژمن پاتې شي.

په ليک کې زياته شوې: ((موږ اطمینان لرو چې افغانان په خپل منځ کې د راتلونکي اسلامي نظام قیام او دایمي سولې او امنیت ته د بین الافغاني تفاهم له لارې رسېدلی شي.))

ملا برادر په دغه ليک کې ويلي، طالبان په هېواد کې د ولس ترمنځ توپیري چلند ته اجازه نه ورکوي، دا هېواد د ټولو افغانانو مشترک کور دی او د دغه کور د غړو ترمنځ هېڅ ډول تبعیضي چلند د منلو وړ نه دی.
سرچينې زياته کړې، طالبان لکه څنګه چې په ګڼو مواردو کې واضح کړې، په خپل هېواد کې د ښځو د ټولو هغو حقونو تامین او تضمین ته ژمن دي چې اسلامي شریعت ورکړي، په دې اړه یو ځل بیا ټولو نړیوالو ته ډاډ ورکوي.

دغه راز ملا برادر په یاد ليک کې ويلي چې د اسلامي اصولو او د هېواد ملي ګټو په نظر کې نیولو سره د بیان ازادي ته خپله ژمنتیا يو ځل بيا ټولو ته په ډاګه کوي.

د طالبانو د قطر دفتر مشر په دغه ليک کې زیاته کړې چې د نشه يي توکو مخنیوي په هکله له نړیوالو سره په تفاهم او د بدیل معیشت په پايله کې به لازم اقدامات ترسره کړي. د دې ترڅنګ طالبان پر نشه یي توکو د روږدو کسانو درملنه د ځان مکلفیت ګڼي.

په ليک کې دغه راز راغلي: ((په پای کې یو ځل بیا یادونه کوم چې زموږ هېواد او ولس له یوې تپل شوې جګړې سره لاس او ګرېوان دی، د دې جګړې ختمول د ټولو مسوولیت او د ټولو په ګټه دي او د پای ته رسولو لپاره یې د دوحې تړون بشپړ تطبیق تر ټولو ښه لاره ده.))

په ليک کې زياته شوې چې طالبان خپلو مسوولیتونو ته متوجه دي، نور اړخونه هم باید خپل مسوولیتونه ادا کړي، طالبان نه د چا په داخلي چارو کې مداخله کوي، نه چا ته ضرر رسول غواړي او نه هم بل چا ته اجازه ورکوي چې د دوى په چارو کې مداخله وکړي.

Visits: 1006

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.