ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نړیواله ټولنه باید له بحران څخه د وتلو لپاره پر ماشومانو د پانګونې ملاتړ وکړي

نړیواله ټولنه باید له بحران څخه د وتلو لپاره پر ماشومانو د پانګونې ملاتړ وکړي

author avatar
17 Feb 2021 - 14:57
نړیواله ټولنه باید له بحران څخه د وتلو لپاره پر ماشومانو د پانګونې ملاتړ وکړي
author avatar
17 Feb 2021 - 14:57

د واکسین په اړه باور جوړونه، د ځوانانو د رواني روغتیا ناورین هوارول او د ډیجیټلي درځ پرمخ د پل رغول، له ټولنیونې(پانډومیک) وروسته دورې کې د نړۍ د ماشومانو لپاره مهم فرصتونه منځته راوړي ـ یونیسف

د یونیسف اجرايي رییس له کوویډ-۱۹ وروسته نړۍ د بیاځل تجسم(reimagining) په تړاو د یوه پرانستي لیک په ترڅ کې، له نړیوالې ټولنیونې وروسته پنځه ترلاسه شوې تجربې بیانوي

نیویارک، د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ ۱۷مه –  د یونیسف اجرائیه رییسې هنریټا فور(Henrietta Fore) نن په خپل کلني پرانستي لیک کې وویل چې د واکسین په اړه د نړیوال باور رامنځته کول، د ځوانانو د رواني روغتیا او ښه ژوند د ننگونو هوارول، له تبعیض سره مبارزه، له اقلیمي بدلونونو سره مقابله او د ډیجیټلي درځ یا واټن پرمخ د پل رغول د ماشومانو لپاره هغه ستر فرصتونه دي چې د کوویډ-۱۹ ټولنیونې د نړیوالې ټولنې پر وړاندې اېښي.

مېرمن فور په هغه لیک کې چې د یونیسف د ۷۵ یمې کالیزې د لمانځنې پرمهال خپور شو، روښانه کوي چې په داسې حال کې چې نړۍ لاهم له ټولنیونې سره مبارزې ته ادامه ورکوي، موږ باید له هغو مهمو فرصتونو څه ډول گټه پورته کړو چې دغه پدیده یې د ماشومانو لپاره د یوې مناسبې نړۍ د بیا ځل تجسم لپاره منځته راوړي.

مېرمن فور په خپل لیک کې زیاتوي: «موږ په داسې حال کې د یونیسف د ۷۵ یمې کالیزې لمانځنه کوو چې په یاد مو دي دغه سازمان د دویمې نړیوالې جگړې له امله د یوه بل رامنځته شوي تاریخي ناروین پرمهال تأسیس شو. د دې په خبره «هغه مهال د هغو ستونزو لوړې کچې موږ په ډېره اسانۍ له پښو غورځولای شوای چې ماشومانو په یوه جگړه ځپلې نړۍ کې تجربه کولې؛ خو موږ د ځان لپاره هغه څه تصور کړل چې امکان یې و. موږ د ټولې نړۍ په کچه نوي روغتیايي او هوساینیز سیسټمونه جوړ کړل؛ د چیچک(smallpox) او وحشي گوزڼ(wild polio) ناروغیو ته مو ماتې ورکړه؛ د ملگرو ملتونو بنسټ مو کېښود او دا دی تاریخ یو ځل بیا له موږ مرسته غواړي.»

مېرمن فور د واکسین په اړه خبرداری ورکوي او وايي، د واکسین په اړه شک او دوه زړه توب به پر کوویډ-۱۹ بریالیتوب کې زموږ پر وړتیاوو شدید اغېز وکړي. نوموړې زیاته کړه، موږ باید حتا هغه مهال هم چې له دولتونو، همکارو او تمویلوونکو سازمانونو سره نړیوالو ته د واکسین چمتو کولو، لېږدولو او تطبیقولو په برخه کې د مرستې په اړه کار کوو، باید ترڅنگ یې د واکسین په اړه باور جوړونه وکړو ترڅو د خلکو ترمنځ ومنل شي. نوموړې زیاتوي: « د خلکو له باور پرته به واکسینونه د ډاکټرانو په الماریو کې د گران بیه بوتلونو په څېر وي.»

مېرمن فور د رواني روغتیا په اړه وايي، کوویډ-۱۹ د ماشومانو او ځوانانو ترمنځ د رواني اختلالونو ستونزه نوره هم زیاته کړې او پر نړیوالې ټولنې غږ کوي چې په دې اړه لا ډېر څه وکړي. نوموړې په خپل لیک کې زیاتوي: «اړتیا ده چې هېوادونه پر دغې مسئلې اړینه پانگونه وکړي، په ټولنو او ښوونځیو کې د ځوانانو لپاره د رواني روغتیا خدمتونه او ملاتړ پراخ کړي او د اولاد دارۍ پر پروگرامونو تکیه کولو سره ډاډ ترلاسه کړي چې د زیانمنو کورنیو اړوند ماشومان په خپلو کورونو کې هغه ملاتړ او ساتنې ته لاسرسی لري چې ورته اړتیا ده.»

همدارنگه مېرمن فور د ډیجیټلي درځ پرمخ د پل جوړولو په اړه څرگندوي چې نړیوال قرنټین د ډیجیټلي درځ یا واټن له ذاتي بې عدالتۍ څخه څه ډول پرده پورته کړه. د ۲۰۲۰ کال په اوږدو کې د ښوونځیو تړل کېدو پرمهال، د نړۍ شاوخوا ۳۰ سلنه زده کوونکو ماشومانو له لرې لارې زده کړو ته لاسرسی نه درلود او ځینو یې له دې وړاندې هم لوړ کیفیت زده کړو ته لاسرسی نه درلود. دغه پرانستی لیک د تعلیم او زده کړو د بیاځل تجسم او پر ډیجیټلي درځ د پل جوړولو غوښتنه کوي ترڅو له ډیجیټلي وسایلو څخه د زده کړو د بیا ځل تجسم او د راتلونکې په لوري گام اخیستلو لپاره کار واخیستل شي.

د لیک په پای کې دې ټکي ته اشاره کوي چې دغه شېبه څومره مهمه او ژوند بښوونکې ده. مېرمن فور لیکلي: «نړیواله ټولنه باید له دې ناورین څخه د هر اړخیز وتلو له پروسې څخه د ماشومانو لپاره پانگونې ته د لومړیتوب ورکولو ترڅنگ، ملاتړ وکړي. د دې په خبره، لکه څرنگه چې سږ کال یونیسف د هر ماشوم لپاره د ښې راتلونکې بیا ځل تجسم ۷۵ یمه کالیزه لمانځي، راځئ لکه څرنگه چې هغوی ته بېلابېل فرصتونه رامنځته کوو، د هیلو ډېوې یې روښانه کوو او د ژوند په هر پړاو کې یې ملاتړ کوو، دغه راز د عاجلیت او بېړنیتوب د یوې نوې روحیې له مخې د ماشومانو او ځوانانو ملتیا ته اوږه ورکړو او په دې لاره کې سره یوموټی شو.»

د ایډیټورانو لپاره نوټ:

د لیک بشپړ متن ته د لاسرسي لپاره دغې پتې ته ورشئ: You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.