ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټیټ رتبه مامورینو، اجیرانو او ښوونکو معاشونه  ۲۰۰۰ افغانۍ ډېرېږي

د ټیټ رتبه مامورینو، اجیرانو او ښوونکو معاشونه ۲۰۰۰ افغانۍ ډېرېږي

author avatar
17 Feb 2021 - 15:29
د ټیټ رتبه مامورینو، اجیرانو او ښوونکو معاشونه  ۲۰۰۰ افغانۍ ډېرېږي
author avatar
17 Feb 2021 - 15:29

کابل(پژواک،۲۹سلواغه۹۹):د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون او د مالیې وزارت وایي چې د دولتي ټیټ رتبه مامورینو، ښوونکو او اجیرانو په معاشونو کې به د وري له میاشتې ۲۰۰۰ افغانۍ ډېروالی راشي.

ولسي جرګې تر اوسه دوه ځلې د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د ملي بوديجې طرحه رد کړې ده.

جرګه پر دغې طرحه نیوکې لري، وایي چې سلګونه ولایتي پروژې په کې پام کې نه دي نیول شوې، خو احتیاطي کودونو ته زیاتې پیسې په پام کې نیول شوې دي. د ولسي جرګې یو شمېر غړو ویلي، تر هغه دغه طرحه نه تصویبوي چې په بودیجه کې شته ستونزې حل شي او د دولتي کارکوونکو په تنخواګانو کې تعادل رامنځته شي.

حکومت د یاد مالي کال د بودیجې درېیمه طرحه هم څو ورځې مخکې ولسي جرګې ته استولې او دا مهال د جرګې په کمېسیونونو کې پرې کار روان دی.

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال د دولت ځینې ټیټ رتبه کارکوونکي تر لس زره افغانۍ لږ میاشتنۍ معاش لري، خو د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون د معلوماتو له مخې، حکومت تېر مالي کال شاوخوا شپږ میلیارده افغانی د ۲۴ زره ان تي اِ (NTA . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.