ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

 په کندهار کې وسله والو او امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

 په کندهار کې وسله والو او امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
18 Feb 2021 - 13:50
 په کندهار کې وسله والو او امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
18 Feb 2021 - 13:50

کندهار (پژواک، ۳۰ سلواغه ۹۹): چارواکي وايي چې د کندهار په ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي او ميوند ولسواليو کې عمليات روان دي او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو وياند ډګرمن خواجه يحيی علوي پژواک خبري اژانس ته وويل، د ارغنداب او ميوند ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې د هوايي ځواکونو په ملاتړ هدفمند بريدونه کړي چې په پايله کې يې ۲۹ وسله وال وژل شوي او ۵ نور ټپيان شوي دي.

هغه زياتوي، په دغو عملياتو کې د وسله والو د چاودېدونکو توکو يوه زېرمه، د ماينونو جوړولو کارخانه، ۱۱۰ سنګرونه او تيرکښونه او يوه اندازه وسلې له منځه وړل شوي دي.

دی وايي، امنيتي ځواکونو په يادو شوو ولسواليو کې ۷۸ کړۍ ماينونه هم کشف او شنډ کړي چې په لارو کې ځای پر ځای شوي وو.

د ده په خبره، په عملياتو کې امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دی اوښتی.

په ورته توګه د ملي امنيت صفر درې قطعه وايي، په ژېړۍ ولسوالۍ کې يې ۱۸ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د دغې قطعې يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل، امنيتي ځواکونو په ژېړۍ ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات پيل کړي او په دې لړ کې یې د پاینده، حاجي بسم الله او لویې هدیرې په سیمو کې د هاوان انداختونه کړي دي.

سرچینه وايي، د انداختونو په پایله کې ۷ وسله والو ژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي او دغه راز د وسله والو یوه اندازه وسلې، مهمات او پټنځایونه له منځه وړل شوي دي.

د سرچینې په خبره، د دغو عملیاتو په پایله کې د دې ولسوالۍ د بیانزو سیمې لوی او کوچني کلي له وسله والو پاک شوي دي.

یاده شوې قطعه وايي، په دې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو عملیات دوام لري.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي خو وايي، د پنجوايي او ډنډ ولسوالیو تر منځ یې په زلخان سیمه کې یوه امنیتي پوسته په ماينونو الوځولې ده.

د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي، په دې سیمه کې یې تېر مازدیګر یوه پوسته په تاکتیکي چاودنه کې ویجاړه کړې، پنځه هاموې او رېنجر موټر تر خاورو لاندې شوي او ګڼو سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

خو یوې امنیتي سرچینې پژواک اژانس ته وویل چې د شاه محمود په نوم پر دې پوسته د چاودنې له امله یو ملي پولیس، دوه د ملي امنیت سرتېري او دوه د ملي اردو سرتېري ټپیان شوي دي.

د کندهار ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي او میوند هغه ولسوالۍ دي چې له تېرو څو میاشتو راهیسې په کې جګړې روانې دي او امنیتي ځواکونو په کې د وسله والو خلاف عملیات پيل کړي دي.

Views: 165

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.