ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ښار په چاودنه کې دوه کسان وژل شوي

د کابل ښار په چاودنه کې دوه کسان وژل شوي

author avatar
21 Feb 2021 - 18:25
د کابل ښار په چاودنه کې دوه کسان وژل شوي
author avatar
21 Feb 2021 - 18:25

کابل (پژواک، ٣ کب ٩٩) : د کابل ښار د څلورمې امنيتي حوزې اړوند د بره کي څلور لاري کې د چاودنې له امله دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د کابل د پوليسو وياندفردوس فرامرز د کب په ٣مه، پژواک اژانس ته وويل  چې دا چاودنه نن مازيګر په شاوخوا څلور بجو او ٢٠ دقيقو د بره کي څلور لاري ته څېرمه د پوليسو پر يوه رېنجر موټر شوې ده.

هغه زياته کړه، د ماين په دې چاودنه کې د رېنجر موټر د چلوونکي په ګډون دوه کسان وژل شوي  او پنځه نور ټپيان دي.

فرامرز وايي چې په ټپيانو کې يوه ښځه او ماشومان هم شامل دي.

په يوه ويډيو کې چې په ټولنيزو شبکو کې خپره شوې، ښودل کېږي چې يوه ښځه په ټپي حالت کې پر سړک پرته ده او دوه کوچني ماشومان يې چې هغوى هم ټپيان دي، ورته ژاړي.

ددې چاودنې مسووليت تر اوسه کومې ډلې نه دى منلى.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې په کابل کې د ماينونو چاودنې او هدفي وژنې زياتې شوې دي.

Views: 72

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.