ژبه

د خوست د څلورو ولسواليو ښوونکو د کلنۍ ازموينې له اخيستلو انکار کړى

توسط یوسف منگل

مارچ 3, 2021 - 5:35 pm

Views: 191

خوست ښار (پژواک، ۱۳ کب ۹۹): د خوست څلورو ولسواليو ښوونکو د ځمکو د نه ورکړې په غبرګون کې اعتراض کړی او له زده کوونکو کلنۍ ازموينې نه اخلي.

د سپېرې، دوه منده، نادرشاه کوټ او د اسماعېل خېلو مندوزيو ولسوالۍ دغو ښوونکو چې شمېر يې شاوخوا ٨٠٠  کسانو ته رسيږي، دا اعتراض نن د «کب ۱۳مه» د استوګنې نومرو د نه ورکړې په غبرګون کې وکړ او همدا ډول يې د دغو ولسواليو د پوهنې امريتونو دروازې هم وتړلې.

دغه ښوونکي وايي، څو کاله وړاندې د پخواني ولسمشر په حکم د اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ اړوند د سموات په سيمه کې د ښوونکو د سرپنا لپاره د نومرو منظوري ورکړل شوې، خو په وينا يې چې تراوسه يې څرک نه ليدل کيږي.

هغوی وايي، کومه ځمکه چې د دوی لپاره ځانګړې شوې د ځايي خلکو له لوري پرې کورونه جوړ شوي او تر غصب لاندې ده.

د رحيم جان په نوم د سپېرې ولسوالۍ يو تن ښوونکي پژواک اژانس ته وويل چې د دغې ځمکې ټول قانوني پړاوونه طى شوي، خو يواځينۍ ستونزه د غصب ده، چې په وړاندې يې تردې دمه ولايتي چارواکو اقدام نه دی کړی.

ده زياته کړه: ((سرله نن څخه ازموينې بندې شوې، ځکه هغه وعده چې موږ ته والي صاحب راکړې وه چې د سه شنبه په ورځ به موږ د تاسو کار کوو، مګر له بده مرغه هغه کار ونه شو، نو موږ مجبور شوو چې له دې لارې کار واخلو او تر هغه پورې به دا دوام کوي او نه مکتبونو ته څوک ځي، نه امتحان اخلي، نه درس ورکوي، څو پورې يې چې موږ ته خپل حق راکړی نه وي.))

دغه ښوونکو لس ورځې وړاندې هم د يوې اعتراضيه راټوليدنې پرمهال له ولايتي ادارې او نورو اړونده ارګانونو غوښتنه کړې وه چې که د دوی غوښتنې ونه منل شي، د اعتراض په ډول له زده کوونکو ازموينې نه اخلي.

د دوه منده ولسوالۍ د ښوونکو يو تن استازي شفيع الله پژواک اژانس ته وويل، ولايتي ادارې په ځانګړي ډول د خوست والي څو څو ځله له دوی سره د ليدنې په ترڅ کې ژمنه کړې، چې دا ځمکه به له غصب څخه خلاصوي او د دوی په واک کې به يې ورکوي، خو په وينا يې چې تردې دمه يې عملي اقدام نه دی  کړی.

هغه وايي: ((دغو استادانو ټول قانوني مراحل طى کړي او ټول اسناد يې په لاس لري، نو اوس موږ سره دغه ولايتي اداره ده چې ناغېړي کوي او زموږ په پروژه کار نه کوي. نو په دوی کې ستونزه موجوده ده، کله چې ولايت مقام ته ورشو، نو موږ ته دا خبره کوي چې امنيه قوماندان اجرات نه کوي او ستاسو په پروسه کې پاتې راغلی دی، خو هغه ته چې ورشو هغه بيا وايي والي صاحب چې موږ ته امر وکړي او ګډه هماهنګي دې جوړه کړي، چې موږ اجرات وکړو او سر کې زه درځم.))

ورته مهال د خوست د پوهنې رئيس نصيراحمد روښان پژواک اژانس ته وويل د پوهنې رياست اړوندو دولتي ادارو سره په ګډه يې هڅه پيل کړې چې ژر دا ستونزه حل کړي.

دی زياتوي: ((د پوهنې رياست، ولايت مقام او نورې اړونده ادارې په دې هڅه کې دي چې د ښوونکو د سرپنا په رابطه باندې ستونزه حل کړي. همدا شېبه دا موضوع د ښار جوړونې له وزارت سره مطرح شوې او اميد دا دی چې ژر به دا ستونزه حل شي.))

بل پلو د خوست والي مهمند کټوازی بيا وايي، د سموات په سيمه کې کومه ځمکه چې د يادو څلورو ولسواليو ښوونکو لپاره ځانګړې شوې او دا مهال تر غصب لاندې ده، د عدلي او قضايي ادارو له لارې يې د حل په لټه کې دي.

نوموړي په ورته وخت کې له ښوونکو هم غوښتنه وکړه چې ښوونځي دې نه تړي او د معمول په څېر دې له زده کوونکو ازموينې واخلي.

نوموړي زياته کړه: ((که استادان مکتب بندوي او امتحان نه اخلي، دا ملي خيانت دی. دا زموږ تاسې د خوست بچيانو او زموږ ورېرو د معارف مخ ډب دی او دا په خيانت تماميږي. انشاالله دا کار دوی نه کوي.))

له دې وړاندې د خوست د يو شمېر نورو سيمو ښوونکو هم له دولت څخه په وار وار د استوګنې نومرو غوښتنه کړې او ځيني وخت يې د اعتراض په ډول ښوونځي هم تړلي دي.