کابل (پژواک ۱۵ کب ۹۹): په کابل کې د وزلوبې «بزکشۍ» ليګ دويم پړاو سیالۍ نن ورځ (جمعه) پيل شوې.
دغه سیالۍ د افغانستان د بزکشۍ او محلي ورزشونو د ملي فدراسیون او د افغانستان ملي راډيو تلويزون له خوا تمويليږي چې پرانیسته يې تېره شپه وشوه.
د ملي تلويزيون د فېسبوک پاڼې په حواله، دا لوبې د کابل د پلچرخي عمومي سرک په يکه توت سيمه کې ترسره کېږي چې ۸ ورځې به دوام ولري.
په دې سياليو کې د هېواد د ۱۶ ولايتونو د وزلوبو ډلو ګډون کړی چې ټول يې په څلورو ګروپونو وېشل شوي دي. د دې هر ګروپ ترمنځ به خپل منځۍ سيالي کېږي او بیا به د هر ګروپ ګټونکې ډله نيمه پایلوبې ته وځي، تر هغه وروسته به پايلوبه تر سره کوي.
په سياليو کې د کندهار، پنجشېر، پروان، بدخشان، بامیان، سمنګان، کندوز، ننګرهار، تخار، نورستان، کابل، لوګر، بغلان، سرپل، بلخ او هرات د وزلوبې ډلې برخه لري.
د دې ليګ لومړۍ سيالي نن (د کب ۱۵مه) د کندهار او پنجشېر لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي او وروستۍ لوبه به يې د کب په ۲۲مه تر سره شي.
دا لوبې په ژوندۍ بڼه له ملي تلويزيون څخه خپرېږي.
د دې لوبو ننداره کوونکي کولای شي د وزلوبې ډګر ته د ننوتلو ټکټونه په کابل کې د افغان پُست شرکت له ټولو پسته خانو او په يکه توت سيمه کې د لوبو د ترسره کېدو له سيمې ترلاسه کړي.
د دې ليګ لومړۍ پړاو سيالۍ تېر کال ترسره شوې.