ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د ترهګرۍ پېښو او کورني تاوتريخوالي کې د وژل شوو ښځو قضيې دې وڅېړل شي”

“د ترهګرۍ پېښو او کورني تاوتريخوالي کې د وژل شوو ښځو قضيې دې وڅېړل شي”

جلال اباد/ خوست (پژواک، ۱۸ کب ۹۹): ننګرهار کې د ښځو نړيوالې ورځې په تړاو جوړې شوې غونډه کې يو شمېر مېرمنو غوښتنه وکړه چې د ترهګريزو پېښو او کورني تاوتريخوالي له امله د وژل شوو مېرمنو قضيې دې وڅېړل شي.

دوی وايي، دې برخې ته ډېرې اندېښمنې دي؛ وايي که يې غږ يې وانه ورېدل شي نو د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره به ښځې راپورته شي.

د مارچ اتمه چې په ټوله نړۍ کې د ښځو نړيوالې ورځې په نوم نمانځل کېږي؛ دلته په ننګرهار کې هم د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه.

په همدې تړاو جوړه شوې غونډه کې د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل د جګړې اصلي قربانیانې مېرمنې یادې کړې او زیاته یې کړه چې د جنګ پای ته رسېدل غواړو او د داسې سولې ملاتړ کوي چې په کې د نورو برخو ترڅنګ د ښځو د تعلیم، کار کولو او غږ پورته کولو حق ورکړل شي.

هغه د مارچ اتمې په مناسبت ټولو مېرمنو ته د دوی ورځې له امله مبارکي ورکړه، خو خواشیني یې وښوده چې د انسانیت دښمنانو د ملالې میوند او ډاکتر صدف په ګډون پنځه مېرمنې ووژلې او له همدې امله یې ټولو مېرمنو ته تسلیت وړاندې کړ.

د ننګرهار د ښځو چارو رييسې فتانې عزیزي د ښځو چارو وزیرې پیغام شریکولو ترڅنګ ډاډ ورکړ چې وروستۍ پېښې به هېڅکله د مېرمنو غږ او مبارزه ټپه نه کړي او د جمهوریت تر سيورې لاندې به په امنیتي، ملکي، قضایي او نورو ارګانونو کې د خپلو وروڼو سره یو ځای د هېواد لپاره خدمت وکړي.

د ولایتي شورا منشي حمیرا رفیع پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د سولې پروسې پر مهال د ښځو پر حقونو معامله ونه کړي او مننه یې وکړه چې د جمهوریت تر سيورې لاندې ورته د کار کولو، غږ پورته کولو، زده کړو او نورو حقونو ورکړې زمینه برابره شوې ده.

د غونډې ګډونوالو يو شمېر مېرمنو اندېښنه شريکه کړه چې د ښځو پر وړاندې د کورنۍ تاوتريخوالي ترڅنګ د ښځو پر وړاندې د وسله والو د ګواښونو زياتوالي ښځې لا اندېښمنې کړې دي.

د مرسل په نوم د غونډې يوې ګډونوالې وويل، د ښځو پر وړاندې د کورني تاوتريخوالي او ترهګرو له خوا د وژل شوو مېرمنو قضيې په سمه توګه نه دي څېړل شوې، بايد حکومت دا قضيې په سمه توګه وڅېړي.

د عايشې په نوم يوې بلې ګډونوالې وويل: ((ولې د ښځو د تاوتريخوالي قضيې نه څېړل کېږي، دې خبرې اندېښمنې کړې يو، زه له ټولو مېرمنو غواړم چې حق غوښتل کېږي بايد د دغو ستونزو پر وړاندې موږ ټولې ودرېږو.))

تازه د امريکا د بهرنیو چارو وزارت د زړورو ښځو افتخاري جایزه سږ کال د هغو ۷ مېرمنو په نوم کړې چې په افغانستان کې وژل شوې دي.

بلخوا د خوست يو شمېر ښځې وايي، روانه جګړه نور د دوی له زغمه وتلې او له ښکېلو لورو، په ځانګړي ډول له وسله والو طالبانو د سولې او اوربند غوښتنه کوي.

هغوی دا څرګندونې نن (د کب ۱۸مه) د مارچ اتمې يا د ښځو نړيوالې ورځې په نمانځغونډه کې وکړې.

د شيخ زايد پوهنتون د جندر امرې پلوشې رڼا دغې غونډې ته په خبرو کې وويل د بين الافغاني مذاکراتو په پيلېدو سره دوی هيله درلوده چې جګړه به يو څه کراره شي، خو ولي برعکس جګړه نوره هم تېزه شوه.

هغې زياته کړه، د هر څه مخکې دې دواړه ډلې پر سراسري اوربند موافقه وکړي، څو د وينې تويولو مخه ونيول شي.

د خوست د ښځو چارو رييسې شفيعه نوروزۍ دې غونډې ته په خپلو خبرو کې د سولې او اوربند ترڅنګ له دواړو لورو وغوښتل، هغه ژمنې چې د ښځو حقونو په برخه کې يې کړې دي، هغو ته وفادار و اوسي.

هغې زیاته کړه: ((هر کله چې سوله رامنځته کېږي، بايد مېرمنې قرباني نه شي. مېرمنې هغه حقوق او هغه وجايب چې اسلام ورته ورکړي، هغه غواړي او موږ هېڅکله نه غواړو دا اتلس کلن مزل د لاسه ورکړو، بايد زموږ اتلس کلنې لاسته راوړنې په دې سوله کې محفوظې پاتې شي.))

Views: 30

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.