ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر د کب ٢٠مه، د نیالګیو کرلو ملي ورځ اعلان کړ

ولسمشر د کب ٢٠مه، د نیالګیو کرلو ملي ورځ اعلان کړ

author avatar
9 Mar 2021 - 21:19
ولسمشر د کب ٢٠مه، د نیالګیو کرلو ملي ورځ اعلان کړ
author avatar
9 Mar 2021 - 21:19

کابل (پژواک، ١٩ کب ٩٩) : ولسمشر اشرف غني د يوه حکم له مخې، د کب شلمه په هیواد کې د نیالګیو کرلو ملي ورځې د نمانځنې په توګه یو حکم صادر کړی دی.

له ارګ څخه د کب په ١٩مه، پژواک اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمداشرف غني په دغه حکم کې د وزارتونو او په مرکز او ولایتونو کې د دولتي ادارو مسوولینو ته دنده سپارلې چې د چاپېریال ساتنې ادارې او اړوند ښاروالۍ سره په همغږۍ د نیالګیو کرلو کمپاین، هر کال د کب په شلمه نېټه د نیالګیو په کرلو سره، رسما پیل کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر په مرکز او ولایتونو کې د ملکي او نظامي تعليمي او تحصیلي موسسو په ګډون وزارتونه او دولتي ادارې مکلفې کړې چې په دغه ملي کمپاین کې ګډون وکړي.

ولسمشر غني، له مدنې ټولنې او ټولو وطنوالو غواړي په دغه ملي کمپاین کې ګډون وکړي او د شرکتونو او صنعتي او سوداګریزو تاسیساتو له مالکانو غوښتنه کوي چې د نیالګیو کرلو برنامې د تمویل په برخه کې خپله ونډه ادا کړي.

Visits: 123

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.