ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني : له ټاکنو پرته چاته واک نه سپارم

ولسمشر غني : له ټاکنو پرته چاته واک نه سپارم

author avatar
16 Mar 2021 - 21:23
ولسمشر غني : له ټاکنو پرته چاته واک نه سپارم
author avatar
16 Mar 2021 - 21:23

کابل (پژواک، ٢٦ کب ٩٩) : ولسمشر اشرف غني وايي، که طالبان ټاکنو ته حاضر وي، دوى هم تيار دي، خو له ټاکنو پرته خپل ځایناستي ته د واک لېږد ته حاضر نه دى.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني دا څرګندونې نن په بهرنیو چارو وزارت کې ”د خارجي سیاست لومړیتوبونه او د هیواد د ډيپلوماسۍ دستګاه کې اصلاحات“ تر عنوان لاندې سيمينار ته پخپله وينا کې کړې دي.

لومړى د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر جمهوررئیس غني ته د محمد موسی شفیق د ډيپلوماسۍ انسټېټیوټ افتخاري ډیپلوم ورکړ.

ولسمشر یاد سیمینار ته چې له بېلابېلو هیوادونو څخه افغان سفیران او ډيپلوماتان د ویډیو کنفرانس له لارې وصل وو، د وینا پرمهال د بهرني سیاست لومړیتوبونه او د افغانستان د بهرني سیاست پنځو حلقو، د سولې پروسې او د اسیا په څلورلارې د هیواد بدلولو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

ولسمشر د افغان سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو له استعجالیت څخه د مننې ترڅنګ وویل : (( موږ د سیمې او نړۍ د هر هېواد په پرتله سولې ته د رسېدو لپاره سل چنده استعجالیت لرو، خو عادلانه او پایداره سولې ته د رسېدو لپاره د احساساتو پر ځای د واقعیتونو پر اساس مخکې ځو.))

اشرف غني پایداره او عادلانه سولې ته د رسېدو لپاره د حکومت لارنقشې ته په اشارې وویل، د هغې پر اساس مطلوب هدف ته چې ملي حاکمیت، جمهوریت، ملي وحدت، بې طرفي، اتصال، عادلانه او پایداره سوله ده، رسېږي.

ولسمشر غني په ټینګار سره وویل : (( که طالبان همدا سبا هم انتخاباتو ته حاضر وي، موږ تیار یوو، خو له ټاکنو پرته خپل ځایناستي ته د واک لېږد ته حاضر نه یم. ۴۲ کاله جګړه بس ده او موږ هم د نورې نړۍ په څېر د ژوند کولو حق لرو. ))

هغه د خپلو خبرو په پای کې وویل، د اساسي قانون پر اساس هېڅوک دا حق نه لري چې له یو افغان څخه د هغه د تابعیت حق سلب کړي او هېڅ افغان له بل افغان څخه زیات او کم نه دی.

ولسمشر په داسې حال کې له ټاکنو پرته د واک پر نه لېږد ټينګار کړى، چې امريکا د افغان سولې د چټکټيا لپاره د ټولشموله انتقالي حکومت په ګډون يو شمېر نوې طرحې له حکومت ، طالبانو او سياسيونو سره شريکې کړې دي.

سرچينې وايي چې ټولو ذيدخلو اړخونو ددې نويو طرحو په اړه خليلزاد ته مثبت غبرګونونه ښودلي دي.

Visits: 201

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.