ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دفاع وزارت: بهسودو کې د علیپور ۱۲ وسله وال ووژل شول

دفاع وزارت: بهسودو کې د علیپور ۱۲ وسله وال ووژل شول

author avatar
20 Mar 2021 - 19:21
دفاع وزارت: بهسودو کې د علیپور ۱۲ وسله وال ووژل شول
author avatar
20 Mar 2021 - 19:21

کابل (پژواک ۳۰ کب ۹۹): ملي دفاع وزارت وايي، د میدان وردګو په بهسودو کې یې د علیپور ۱۲ نامسوول وسله وال وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي.

دغه وزارت نن (شنبه) په خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي چې امنیتي او دفاعي ځواکونو د میدان وردګو په بهسودو کې له تېرې شپې راهیسې د علیپور د باج اخیستنې پر پوستو بریدونو کړي چې تر اوسه ۱۲کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: “دغه بریدونه د سیمې د خلکو د مال او ځان ساتنې، د عامه تاسیساتو خوندیتوب، د قانون پلي کولو او د بهسود ولسوالۍ د عامه نظم لپاره ترسره شوي دي.”

د سرچیني په وینا، هر څوک چې له ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سره جنګیږي، د دښمن په څېر یې په وړاندې جدي عمل کوي.

د دفاع وزارت وايي، علیپور پورې تړلو نامسوولو وسله والو عامه تاسیساتو، د ولسوالۍ او ښوونځیو ودانۍ ويجاړې کړې دي او په زور د سیمې له خلکو باج اخلي، خو ځواکونه هڅه کوي ترڅو یاده ولسوالۍ کې بیاځلي امن ټینګ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې پنجشنبې (د کب ۲۸مه) علیپور پورې تړلو نامسوولو وسله والو د ملي دفاع وزارت یوه چورلکه وویشته، خو حکومت یې په وړاندې د غچ اخیستو خبر ورکړ.

Visits: 345

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.