ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې چاودنو شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

ننګرهار کې چاودنو شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

author avatar
21 Mar 2021 - 11:06
ننګرهار کې چاودنو شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده
author avatar
21 Mar 2021 - 11:06

جلال اباد (پژواک، د وري لومړۍ نېته ۱۴۰۰): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې څلورو پرله پسې چاودنو کې دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر پژواک اژانس ته وويل چې نن سهار جلال اباد ښار په بېلابېلو برخو کې څلور چاودنې شوې دي.

د سرچينې په وينا چې په یادو چاودنو کې د جلال اباد ښاروالۍ يو کارمن وژل شوی او يو بل ملکي وګړی ټپي دی.

سرچینې زیاته کړه چې په یادو چاودنو کې دوه یې د کشف شوو ماینونو وې.

د ننګرهار امنيې قوماندانۍ وياند فريد خان هم پژواک ته دغه چاودنې تایید کړې.

بلخوا د ننګرهار حوزوي روغتون وياند ګلزاده سنګر پژواک اژانس ته وويل چې د پېښو له ځايونو روغتون ته څلور ټپيان ور وړل شوي دي.

دغه راز د جلال اباد ښاروالۍ يوه مسوول نقيب احمد اتل پژواک ته وويل چې د لومړۍ ناحيې اړوند کلچه پزۍ کوڅې او د درېيمې ناحيې اړوند کرنې رياست مخې ته په دوو چاودنو کې د دوی دوه کارکوونکي چې صفاکاران دي، وژل شوي دي.

د يادو چاودنو مسووليت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

Views: 197

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.