ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سویډن کمېټه: ښکلا ځدراڼ ته نوې دنده ورکوو

د سویډن کمېټه: ښکلا ځدراڼ ته نوې دنده ورکوو

author avatar
1 Apr 2021 - 16:56
د سویډن کمېټه: ښکلا ځدراڼ ته نوې دنده ورکوو
author avatar
1 Apr 2021 - 16:56

کابل (پژواک، ١٢ ورى ١٤٠٠) : افغانستان لپاره د سویډن کمېټه وايي چې خپلې افغان کارکوونکې ښکلا ځدراڼ ته نوې دنده ورکوي، څو د خپلو هېوادوالو خدمت وکړي.

د سویډن کمېټې څو ورځې مخکې وروسته له هغه د ښکلا ځدراڼ دنده وځنډوله چې نوموړې په ټويټر کې د ميدان وردګو د غير مسوولو وسله والو د قوماندان عليپور پر ضد يو پوسټ کړى و.

نوموړې ليکلي و: “عليپور او کسان یې ژر تر ژره باید ووژل شي، دوی تروریست، باغي او بلواګر دي چې د بهرنیو استخباراتو له لوري تمویلېږي”.

ښکلا ځدراڼ دا پوسټ وروسته له هغه وکړ، چې د عليپور وسله والو په بهسودو کې د ملي اردو يوه چورلکه وويشتله او د څلورو پيلوټانو په ګډون يې نهه سرتېري ووژل.

د سویډن کمېټې ياده پرېکړه د ګڼ شمېر خلکو له خوا وغندل شوه او خلکو دغه کار د بيان ازادۍ پر ضد ياد کړ.

اوس د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې ښکلا ځدراڼ به ژر په یو نوي پوسټ کې په دنده وګومارل شي.

سرچينې زياته کړې: ” ښکلا ځدراڼ سره هوکړه شوې چې نوموړې به سمدلاسه په نوې دنده ګومارل کیږي تر څو د افغانستان لپاره د سویډن کمېټي د ماموریت د ترلاسه کولو لپاره په نوي پوست کې خدمت وکړي”.

د سویډن کمېټې سکرټر جنرال اندریاس سټیفنسن ښکلا ځدراڼ د افغان ځوانانو او ښځو حقونو مهم غږ او د دغې کمېټې قدرمنه کارکوونکې بللې ده.

د يادې کمېټې په خبرپاڼه کې راغلي چې ښکلا ځدراڼ د خپل ټویټ په اړه چې د بېلابېلو تفسیرونو او قوي غبرګونونو د راپارېدو لامل شوی خواشیني ښودلې او ویلي یې دي چې نه یې غوښتل چې بېلا بېل تعبیرونه یا تاوتریخوالي راوپاروي.

ښکلا ځدراڼ د سویډن کمېټې له تازه پرېکړې هرکلی کړی دی. هغې په ټويټر کې ليکلې : ” د سوی‌‌‌‌‌‌ډن کمېټې له رهبرۍ څخه مننه کوم چې زما په اړه یې په پوره غور سره عادلانه پرېکړه وکړه. زه به ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر بېرته خپلې دندې ته ستنه شم. ”

ښکلا ځدراڼ په ملګرو ملتونو کې د افغان ځوانانو استازې ده، چې د سویډن د کمېټې په ګډون یې په یو شمېر نورو ادارو کې هم دندې ترسره کړې دي.

Visits: 711

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.