منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۳۸ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

ننګرهار او لغمان کې د چاونې او نښتې پرمهال ۲۵ ملکيان ټپيان شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۴۵ کتنې

جلال اباد (پژواک ۱۳ وری ۱۴۰۰): د ننګرهار او لغمان ولايتونو چارواکي وايي چې په يوې چاوندې او د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې ۲۵ ملکيان ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند فريد خان پژواک اژانس ته د وري په ۱۳مه وويل چې نن له غرمې وروسته شاخوا درې بجې د جلال اباد ښار د اوومې ناحيې اړوند د سره رود ولسوالۍ اړوند دوسرکې سیمه کې چاودنه شوې ده.

هغه زياته کړه چې چاودنه د ځای پر ځای شوي ماين وه چې پوليسو کشف او د انجينرۍ ډلې لخوا له منځه وړل شوی.

بلخوا د ننګرهار د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي، د چاودنې له ځايه ورته ۸ ټپيان وروړل شوي دي.

د جلال اباد د حوزوي روغتون وياند ګلزاده سنګر وايي چې روغتون ته د وروړل شويو ټپيانو له ډلې شپږ تنه يې تر لومړنۍ درملنې وروسته بېرته رخصت شوي دي.

د پېښې عيني شاهدان هم وايي چې چاودنې اته کسان ټپيان کړي دي.

د يو بل خبر له مخې د لغمان ولايت چارواکي وايي، د دغه ولايت اليشنګ ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتو کې د وسله والو مرمۍ د ملکي خلکو په کورونو لګېدلي چې له امله يې ۱۷ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د لغمان ولايت رسنيو دفتر وايي چې نن له غرمې وړاندې ۱۱ بجې د الیشنګ ولسوالۍ کوټالۍ په سیمه کې د وسله والو طالبانو له لوري دهاوان مرمۍ په یوه کور لګیدلې ده.

د سرچينې په وينا دغه پېښه کې د یوې ښځې په ګډون لس تنه ټپیان روغتون ته وړل شوي.

د دغه ولايت روغتیا مسوولین بیا وایي، د کوټالۍ له سيمې څخه ورته ۱۷ ټپیان وروړل شوي چې د ټولو روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی او ځینې له لومړنۍ درملنې وروسته خپلو کورونو ته رخصت شوي.

د عبيد الله په نوم د سيمې يو اوسېدونکی پژواک اژانس ته وويل چې د جګړې پرمهال مرمۍ له دواړو خواوو د خلکو په کورونو لګېدلې دي.

وسله والو طالبانو په دې تړاو څه نه دي ويلی.