ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان په روان مالي کال کې تر ۱۷ میلیارد افغانیو ډېر پور اخیستی

افغانستان په روان مالي کال کې تر ۱۷ میلیارد افغانیو ډېر پور اخیستی

author avatar
5 Apr 2021 - 10:48
افغانستان په روان مالي کال کې تر ۱۷ میلیارد افغانیو ډېر پور اخیستی
author avatar
5 Apr 2021 - 10:48

کابل (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۰): افغان دولت په داسې حال کې روان مالي کال کې له نړیوال وجهي صندوقه ۱۷،۴ میلیارد افغانۍ پور اخیستی چې له دې مخکې یې له نړیوالو بنسټونو او هېوادونو ۱،۸ میلیارد امریکايي ډالر پور اخیستی و.

د پژواک راپور له مخې، افغانستان په تېرو ۱۷ کلونو کې له نړیوال بانک، اسلامي پراختیايي بانک، سعودي فنډ، اسیايي پراختیايي بانک، د پیسو نړیوال وجهي صندوق (IMF)، بلغاریا او ایټالیا هېوادونو، کویټ فنډ او اوپک فنډ څخه ۱،۸ میلیارده امریکايي ډالر پور اخیستی چې له دې ډلې یې ۳۰۰ میلیون ډالر بېرته ورکړي دي.

د مالیې وزارت سرچینو ویلي، افغانستان اوس مهال د نړیوالې ټولنې ١،٥ میلیارد امریکايي ډالر پوروړی دی.

د بودجې کسر د تازه پور اخیستو لامل شوی:

د مالیې وزارت ویاند محمد رفیع تابع پژواک خبري اژانس ته ومنله چې افغان حکومت په روان کال کې د بودجې کسر له امله پور اخیستی دی.

هغه زیاته کړه: “مالیې وزارت په ۱۴۰۰ مالي کال کې د ۱۷،۴میلیارد افغانیو بودجې کسر وړاندوینه کړې وه چې دغه اندازه یې د پیسو له نړیوال صندوقه اخیستې دي.”

نوموړی له جزئیاتو پرته په دې اړه وايي، دغه اندازه پیسې له نړیوالو بسټونو د اړتیاوو پوره کولو لپاره اخیستل شوې دي.

هغه د دغه پور د ټکټانې اړوند معلومات ور نه کړل خو ویې ویل، افغانستان مکلف دی چې یاد پور د ۲۰۲۶ میلادي کال تر جون میاشتې ورکړي.

نوموړي روښانه کړه، افغان حکومت په ټولیز ډول د نړیوالو هېوادونو او بنسټونو یو نیم میلیارد ډالر پوروړی دی او د یادو پورونو ورکړه اسانه ده؛ ځکه ډېری یې ټکټانه نه لري.

پوهان: د پورونو اخیستل د اندېښنې وړ نه دي خو د بودجې کسر د اندېښنې وړ دی

د اقتصادي چارو پوهان په دې اند دي چې د پروژو تطبیق لپاره له نړیوالو موسسو د پور اخیستل د اندېښنې وړ نه دي خو په ټولو چارو کې باید روڼتیا وي.

د چارو پوهان په بودجه کې کسر د اندېښنې وړ ګڼي او وايي، په روان او راتلونکو مالي کلونو کې د بودجې کسر د مخینوي لپاره باید له بېځایه لګښتونو ډډه وشي.

د سیاسي چارو شنونکی او د کابل پوهنتون اقتصاد پوهنځي استاد سیف الدین سیحون پژواک ته وویل، د پروژو تطبیق لپاره د پورونو اخیستل د اندېښنې وړ نه دي او ډېری هېوادونه د خپلو پروګرامونو تطبیق لپاره دغه کار ترسره کوي.

هغه زیاتوي: “غالباْ هغه هېوادونه چې د پور بېرته ورکړې توان نه لري، پورونه یې بښل کېږي.”

نوموړي په بودجه کې کسر د اندېښنې وړ وباله او زیاته یې کړه، د ډېرو امتیازونو ورکړه، د قیمتي فرنېچرونو پېر، تجمل پرستي، د قصرونو رنګ، د بې ګټو پروژو ډېر لګښتونه، سفرونه او غیر ضروري ناستې د بودجې کسر ستونزې دي.

سیحون زیاته کړه، د دې ترڅنګ چې په یادو برخو کې د لګښتونو کمول تر یوې اندازې د بودجې کسر مخه نیسې، زیاته کړه، دولت باید د مالیاتو اخیستو، د ګټه لرونکو اسنادو پلور، د شتمنیو پلور او نورو څخه خپلې مالي سرچینې تامین کړي.

د هغه په خبره، د بودجې کسر د حل بله لار له مرکزي بانکه، ان له خلکو څخه د پور اخیستل دي، خو په هغه صورت کې چې د هېواد له دننه د پور اخیستل مساعد نه وي، دولت کولای شي له نړیوال بانک، نړیوالو بنسټونو او هېوادونو پور واخلي.

سیحون د دولت د دخل او خرڅ پر متناسبوالي په ټينګار وویل، دولت باید مالي سرچینې په سم ډول مدیریت کړي او لګښتونه یې عوایدو ته په کتو تنظیم کړي، د دې ترڅنګ باید د عوایدو څارنه وکړي او د چور مخه ونیسي.

په ورته وخت کې په کابل ښار کې د یوه خصوصي پوهنتون اقتصاد پوهنځي استاد قیس محمدي که څه هم له نړیوالو ممعتبرو هېوادونو او بنسټونو د پور اخیستل د اندېښنې وړ نه بولي خو له مالیې وزارته  غواړي چې د دغو پورونو د بیا ورکړې لپاره جامع او منظم پروګرامونه جوړ کړي، څو دغه پورونه پر ټاکلي وخت بېرته ورکړل شي.

د اقتصادي چارو دغه پوه د نړیوالو پورونو په پرتله د داخلي پورونو اخیستل مناسب بولي او وايي، د داخلي پورونو په ترلاسه کولو سره له یوې خوا د ټکټانې له لارې له داخلي بانکونو سره مرسته کېږي او له بلې خوا راکت یا ولاړې پیسې په داخلي بانکونو کې دوران کوي.

نوموړي وايي، د افغان دولت په بودجه کې کسر نوې موضوع نه ده، بلکې مخکې هم موجوده وه.

هغه زیاته کړه: “د افغانستان پراختیايي بودجه د تمویلوونکو هېوادونو له خوا کنټرولېږي او د بودجې کسر به هم د نړیوالو مرستو له لارې رفعه شي.”

نوموړي د عایداتو ټولولو په بېلابېلو برخو کې د فساد پر موجودیت نیوکه کوي او وايي، اداري فساد، د قيمتي موټرو پېر، د تېلو بې مخینه لګښتونه او نور غیر ضروري مصارف د بودجې په کسر کې رول لري.

محمدي وویل، د ښاروالیو، ګمرکونو او هېواد کې د نورو عایداتي سرچینو عایدات د فساد د موجودیت له امله حیف و میل کېږي چې باید مخه یې ونیول شي.

د سیاسي چارو دغه پوه د دې په روښانولو چې په حکومت کې سیستماتیک فساد ريښې غځولې، وویل، له جدي قانوني چلند پرته د یادو ستونزو د حل بله هېڅ لار نشته.

د هغه په باور، د بودجې کسر د رفعه کولو لپاره اړتیا ده چې اضافي لګښتونه کم شي او اقتصادي فعالیتونه ترسره شي.

Visits: 607

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.