ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نن د ولسي جرګې له هرو درېیو غړو دوه تنه ناسوب وو

نن د ولسي جرګې له هرو درېیو غړو دوه تنه ناسوب وو

author avatar
7 Apr 2021 - 19:40
نن د ولسي جرګې له هرو درېیو غړو دوه تنه ناسوب وو
author avatar
7 Apr 2021 - 19:40

کابل (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۰): د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې داسې مهال د دې جرګې ۶۷ سلنه غړي غیرحاضر وو چې په نږدې وروستۍ یوه میاشت کې یواځې په یوه ناسته کې نصاب بشپړ و.

د ولسي جرګې داخلي دندو د اصولو په ۶۹مه ماده کې راغلي چې د دې جرګې نصاب د ډېرو حاضرو غړو رایې ورکولو پر مهال بشپړیږي. دغه جرګه ۲۵۰ غړي لري چې د ۱۲۶ هغوی په شتون د جرګې نصاب تکمیلیږي.

د ولسي جرګې اوولسمې تقنیني دورې درېیمه کلنۍ غونډه، تېر کال د کب په ۱۶مه پرانیستل شوه او د دې جرګې غړي، په شپږو عمومي د ناستو کې د څو پړاوونو ټاکنو په ترسره کولو، د تېر کال کب میاشتې په ۲۴مه وتوانېدل څو د اداري پلاوي څلور غړي وټاکي.

له هغه وروسته تر اوسه د یادې جرګې شپږ عمومي ناستې ترسره شوې دي، چې له دې جلسو یواځې یوه ورځ (د وري ۱۶مه» د جرګې نصاب بشپړ و چې څو طرحې او د محدود المسوولیت شرکتونو د قانون په اړه د ولسمشر د ۲۵۵ شمېر تقنیني فرمان تایید کړل.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د درېیمې کلنۍ غونډې په پیل کې ویلي و چې له سلو ډېرې د قانون، تقنیني فرمانونو او نړیوالو تړونونو طرحې دې جرګې ته استول شوې او جرګه یې باید د تایید او رد په اړه پرېکړې وکړي.

د یادې جرګې په نننۍ ناسته کې هم د اداري پلاوي څلورو غړو (لومړي نایب، دویم نایب، منشي او نایب منشي) په ګډون ۱۶۸ غړي ناسوب وو، د جرګې رییس، د زابل خلکو استازی عبدالقادر قلات وال د جرګې نننیو چارو پر مخ وړلو لپاره د موقت منشي په توګه وټاکه.

قلاتوال د نن په ناسته کې د خلکو د سوب او ناسوب استازو حاضري واخیسته او اعلان یې وکړ چې د جرګې په نننۍ ناسته کې ۸۲ کسان حاضر دي.

د جرګې رییس د حاضرۍ له اخیستو وروسته وویل: «له ۲۰ ډېر کسان په چای خونه کې دي، څو ځله مې د دارالانشاء کارکوونکي ور واستول؛ خو رانغلل.»

هغه زیاته کړه چې په نننۍ جلسه کې نصاب نه دی بشپړ او له همدې امله ناسته پای ته رسېدلې اعلانوي او د نن اجنډا په بله ناسته کې رایې اچونې ته وړاندې کېږي.

ټاکل شوې وه ولسي جرګه له اجنډا سره سم؛ نن د کېمیاوي کوډ طرحې د تنظیم قانون په اړه د ولسمشر ۶۶مې شمېرې فرمان په اړه خبرې او پرېکړه وکړي.

په دې جرګه کې د غزني خلکو استازي عارف رحماني د جرګې رییس ته په خطاب کې وویل: «موږ په ډېری کمېسیونو او ناستو کې نصاب نه لرو او یو شمېر استازي دایمي غیرحاضر دي؛ په دې اساس اداري پلاوي باید د انظباطي تدابیرو لپاره اقدام وکړي، د هېواد په دې حساسو شرایطو کې هېڅ ډول ناغیړي معنا نه لري.»

د هغه په وینا، ولسي جرګه له همدې امله نه د سولې په بهیر او نه د خپلو نظارتي صلاحیتونو په اعمالو کې کوم کار ترسره کولای شي.

په یاده جرګه کې د پکتیا خلکو استازې راضیې منګل وویل چې په تېره ناسته کې استازو داسې وړاندیز لاسلیک کړ چې د جرګې دایمې غیرحاضرو غړو نومونه افشا شي؛ خو په خبره یې، په دې اړه اداري پلای اقدام نه کوي.

هغې زیاته کړه چې د شورا حیثیت د استازو په حاضرۍ او غیرحاضرۍ پورې تړلی او دندو ته د استازو نه پاملرنې ته په کتو، حکومت هم د دې جرګې هېڅ مصوبې ته اهمیت نه ورکوي.

د کابل خلکو استازي رمضان بشردوست وویل د ولسي جرګې د یو شمېر استازو غیرحاضري ډېره شوې او اداري پلاوی باید له ناسوب استازو سره د داخلي دندو له اصولو سره سم چلند وکړي.

هغه زیاته کړه چې د ولسي جرګې ډېری عمومي ناستې نصاب نه لري او څو چې له دایمي غیرحاضرانو سره جدي چلند ونه شي، دا ستونزه به هواره نه شي.

د ولسي جرګې داخلي دندو اصولو په څلور اویایمه ماده کې راغلي: «اداري پلاوی مکلف دی چې د لاندې حالتونو په ارتکاب، په راتلونکو ناستو کې غړیتوب وځنډوي:

۱- هغه غړی چې د کمېسیونونو په ناستو او عمومي ناسته کې ۴۴ ورځې پرله پسې یا وقفه یي غیرحاضري وکړي. ۲-  هغه غړی چې په یوه ناسته کې ۲۰ ورځې پرله پسې غیرحاضري وکړي، له ټولو امتیازونو بې برخې او د همغه مجلسونو په ناستو کې د ګډون حق نه لري.»

د یادونې ده چې د ملي شورا اوولسمې تقنیني دورې په پنځو جلسو کې، یاد موارد د جرګې په هېڅ غړي نه دي تطبیق شوي؛ په داسې حال کې چې د دې جرګې په غړو کې داسې کسان شته چې په مسلسل ډول له یوه کاله ډېر ناسوب دي.

په ولسي جرګه کې د فاریاب خلکو استازې رنګینه کارګر، هغه غړې ده چې له یوه کال ډېر وخت کېږي بهر کې ده؛ خو لا هم تنخوا او امتیازات ترلاسه کوي.

Views: 51

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.