پل علم( پژواک ۲۰ وری ۱۴۰۰) : دلوګر ولایت د پل علم ښار د ملي امنیت د لومړۍ حوزې آمر په یوه وسله وال برید کې وژل شوی دی.
ددې ولایت یوې امنیتي سرچینې چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، پژواک ته وویل چې دا پيښه نن مازیګر په پل علم ښار کې رامنځته شوې ده.
سرچینې زیاته کړه چې وسله والو طالبانو ډګروال میر علم په داسې حال کې وژل شوی چې هغه په یوه سرای کې خپل موټر د ترمیم لپاره مستري ته وړی و.
د هجرت په نامه یو عینی شاهد پژواک ته وویل چې دوه تنه موتر سایکل سپرو پر هغه ډزې وکړې او وتښتېدل.
تر اوسه ددی پیښی مسولیت چا په غاړه نه دی اخستی.
Visits: 402
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن