جلال اباد (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۰): د ننګرهار عامې روغتيا رياست وايي چې د روغتيا وزارت له لوري په دغه ولايت کې د سرطاني ناروغيو درملنې ځانګړی مرکز او د ولسمشرۍ ماڼۍ عملياتي واحد له لوري د ۱۰ ولسواليو روغتيايي مرکزونو نوې ودانۍ جوړېږي.
د روغتيايي چارواکو په وينا، د سرطاني ناروغيو مرکز او د لسو روغتيايي مرکزونو ودانيو رغولو سروې پيل شوې او ډېر ژر به يې عملي کارونه پيل شي.
د ننګرهار د عامې روغتیا رييس ډاکتر نصيراحمد درانی وايي، څو ورځې وړاندې د سرطان کنټرول ملي پروګرام مشر ډاکتر عيسی خان ابراهيمي دغه ولايت ته د سفر پر مهال ورسره ژمنه کړې چې د جلال اباد په سيمه ييز روزغتون کې به د سرطاني ناروغيو ځانګړی مرکز جوړوي.
د ډاکتر دراني معلوماتو له مخې چې ياد مرکز به ۳۰ بستره ولري چې ناروغانو ته به (کیموتراپي) درملنه او جراحي عملیاتونه ترسره کوي او د تشخيص لومړنۍ اسانتياوې به هم ولري.
دی زياتوي چې د جلال اباد حوزوي روغتون په انګړ کې به دغه مرکز ته ځای ډېر ژر ځانګړی او د مرکز جوړېدو ته به زمينه برابره شي.
دغه راز د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نصيراحمد درانی وايي، د ولسمشرۍ ماڼۍ عملياتي واحد ادارې له لوري د ننګرهار په لسو ولسواليو کې د روغتيايي مرکزونو لپاره نوې ودانۍ جوړېږي.
هغه زياته کړه، دغه ودانۍ هغو روغتيايي مرکزونو ته جوړېږي چې يا بېخي په خېمو کې وي او يا هم په کرايه غير مسلکي ځايونو کې دي چې په جوړېدو سره به يې ناروغانو او روغتيايي کارکوونکو ته سهوليتونه برابر شي.
د نوموړي په وينا، دغه راز ورسره د عملياتي واحد ادارې ژمنه کړې چې د يو بل روغتيايي مرکز د بيارغونې چارې به هم مخته وړي او دغه راز به يې هغه تخنيکي او غير تخنيکي وسايل هم بشپړوي چې دغه مرکز ورته اړتيا لري.
د عامې روغتيا رييس مشخص نه کړل چې کومو ولسواليو کې به روغتيايي مرکزونو ته ودانۍ جوړېږي ځکه وايي، اوس سروې پيل شوې او اړتيا ته په کتو به روغتيايي مرکزونه په نښه شي.
دراني وویل، د روغتيايي مراکزو پر نوو ودانیو جوړولو او بیارغونه خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې د ریاست تخنیکي ټیم به یې له عملیاتي ادارې سره په ګډه کار وکړي ترڅو تخنیکي چارې یې ژر بشپړې او عملاً یې د جوړولو کارونه پیل شي.