ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د پوليسو يو افسر او دوه ملکي وګړي وژل شوي

بلخ کې د پوليسو يو افسر او دوه ملکي وګړي وژل شوي

author avatar
15 Apr 2021 - 10:36
بلخ کې د پوليسو يو افسر او دوه ملکي وګړي وژل شوي
author avatar
15 Apr 2021 - 10:36

مزارشريف (پژواک، ٢٦ ورى ١٤٠٠) : د بلخ د مارمل د امنيه قوماندانۍ  یوافسر په وسله وال بريد کې او د يوې مېرمنې په ګډون دوه ملکي وګړي د افغان هوايي ځواکونو په بريد کې وژل شوي دي.

د بلخ پوليس وايي چې د مارمل ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ د تعليم او تربيې مدير محمد امين صبور تېر ماښام په وسله وال بريد کې ووژل شو.

د بلخ امنيه قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل د وري په ٢٦مه، پژواک اژانس ته وويل، چې پر محمد امين صبور د مارمل ولسوالۍ په پرواز سيمه کې د دوو موټر سايکل سپرو لخوا وسله وال بريد وشو، چې پايله کې يې نوموړی وژل شوی او يو ۱۲ کلن زوی يې ټپي دی.

عادل زياته کړه چې وسله وال بريدګر له سيمې تښتېدلي او پوليس يې د نيولو هڅې کوي.

د يوه بل خبر له مخې، د بلخ ولسوالۍ د حسن خېلو کلي اوسېدونکي وايي چې تېر مازيګر پر دغه کلي د افغان هوايي ځواکونو بريد کې د يوې مېرمنې په ګډون دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د حسن خېلو کلي اوسېدونکي معلم مطيع الله پژواک ته وويل، چې د چهارشنبې مازيګر ناوخته پر دغه کلي هوايي بريد وشو، چې پايله کې يوه مېرمن او يو بل عام وګړی وژل شوي دي.

هغه زياتوي چې د بريد له امله شاوخوا ۳۰ کورونه هم زيانمن شوي دي.

د بلخ امنيتي مسوولين تر دې مهاله د دغې پېښې په تړاو څه نه وايي.

Views: 88

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.