ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزارشريف کې د يوې لویې چاودنې مخه نیول شوې ده

مزارشريف کې د يوې لویې چاودنې مخه نیول شوې ده

author avatar
20 Apr 2021 - 09:58
مزارشريف کې د يوې لویې چاودنې مخه نیول شوې ده
author avatar
20 Apr 2021 - 09:58

مزار شريف (پژواک، ٣١ ورى ١٤٠٠): د بلخ ولايت امنيې قوماندانۍ پولیس وایي چې په مزارشریف ښار کې یې د یوې لویې چاودنې مخه نیولې ده.

د بلخ پولیسو مطبوعاتي مسوول عادل شاه عادل د وري په ٣١مه پژواک اژانس ته وويل چې وسله والو مخالفينو په یو سراچه موټر کې په ريموټ کنټرول عیار شوي چاودېدونکي توکي په یوې لویې ګازډبې کې ځای پر ځای کړي وو.

ده زياته کړه چې کشفي منسوبينو دغه موټر نن سهار پنځه بجې د مزار ښار لسمې ناحیې اړوند تصدۍ پله سیمه کې کشف او ترلاسه کړ.

د عادل په خبره، مخالفینو پلان درلود چې دغه ریموټ کنټرول بم ته د ښار په یوې له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه کې چاودنه ورکړي.

هغه وویل چې د دغو چاودېدونکو توکو په کشف سره یې د یوې لویې چاودنې او ګڼو کسانو ته د تلفاتو اوښتو مخه ونیول شوه.

د بلخ پولیسو ویاند وایي چې دغه ریموټ کنټرول بم ته د پولیسو له خوا له ښاره په یوه لرې سیمه کې چاودنه ورکول کېږي، د مزار ښاریان دې اندېښنه نه کوي.

Visits: 57

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.