ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بهرنیو چارو وزارت ځیني کارکوونکي: کاري تړونونه مو د قانون خلاف تمدید نه شول

د بهرنیو چارو وزارت ځیني کارکوونکي: کاري تړونونه مو د قانون خلاف تمدید نه شول

author avatar
22 Apr 2021 - 07:45
د بهرنیو چارو وزارت ځیني کارکوونکي: کاري تړونونه مو د قانون خلاف تمدید نه شول
author avatar
22 Apr 2021 - 07:45

کابل (پژواک، ۲ غویي ۱۴۰۰): د بهرنیو چارو وزارت اووه پخواني قراردادي کارکوونکي وایي، د قانون خلاف یې کاري تړونونه بیا نه دي تمدید شوي او دغه وزارت د درېیو میاشتو تنخواګانې هم نه دي ورکړي.

د بهرنیو چارو وزارت د تنخواګانو نه ورکولو موضوع د مالیې وزارت اړوند بولي، خو مالیې وزارت وایي چې د یادو کسانو د تنخواګانو د ورکړې هوکړه یې نه ده کړې؛ نو ځکه په دې اړه اقدام نه شي کولای.

مطیع الحق قاسمي یوه له دغو اوو کسانو پژواک خبري اژانس ته وویل چې دوی د یو کلن تړون له مخې د ۱۳۹۸ کال په پیل کې د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو ریاست د ژباړې بورډ د غړو په توګه کار پیل کړ.

ده همدا راز وویل: «کله چې زموږ یو کلن قرارداد ختم شو، موږ په تمه وو چې قرارداد به تمدید شي، خو بالاخره همداسې درې میاشتې تېرې شوې، وروسته له هغه موږ ته وزارت وویل چې ستاسو قراردادونه نه تمدیدیږي، موږ ورته وویل چې زموږ معاشونه څنګه کېږي، د عامه اړیکو ریاست وویل د دې لپاره چې اوس ستاسو د درېیو میاشتو معاشونه درکړو، باید له تاسو سره درې میاشتنی قرارداد وشي، موږ به یوه لاره ورته پيدا کړو، پر موږ یې قراردادونه لاسلیک کړل، خو وروسته د بهرنیو چارو وزارت ورسره موافقه ونه کړه او همداسې پاتې دي.»

قاسمي وایي چې د دوی تړونونه باید د کار قانون ۱۴مې مادې له مخې د یو کال لپاره تمدید شوي وای او د درېیو میاشتو تنخواګانې یې هم پر خپل وخت ورکړل شوې وای.

هغه زیاتوي چې یادو کسانو له ۱۳۹۹ کال مخکې هم د دغه وزارت په نورو څانګو کې کار کړی دی.

د ده په وینا، څو ځلې یې د وزارت له اړوندو چارواکو سره دغه ستونزه شریکه کړې، خو ستونزه لا هم نه ده حل شوې.

ده وویل: «موږ نه پوهېږو چې له کومې مرجع سره خپله ستونزه شریکه کړو، که اداري ریاست ته ورشو، هغوی وايي چې د بشري سرچینو له ریاست سره خپله ستونزه شریکه کړئ، چې هلته ورشو هغوی مو بېرته اداري ریاست ته لېږي، بالاخره په هغه وزارت کې چې موږ هر یو په کې پنځه او شپږ کلونه په پوره اخلاص او ایماندارۍ دنده ترسره کړې، راڅخه داسې لار ورکه ده چې یو کال کې مو د معاشونو ستونزې ته چې زموږ د ټولو قانوني حق دی، د حل لار نه شو پیدا کولای.»

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند منصور خالقیار پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاد بستونه د ازادې سیالۍ له لارې اعلان ته تللي او وروسته له ازموینې چې هر څوک ورته بریالي شول، هغوی به پر دندو وګومارل شي.

ده په دې اړه چې یادو کسانو ته ولې د کار قانون خلاف تنخواګانې نه دي ورکړل شوې، وویل چې په دې اړه دې له مالیې وزارته پوښتنه وشي.

د بهرنیو چارو وزارت د ۱۳۹۹ کال لېندۍ میاشتې په لسمه مالیې وزارت ته په استول شوي مکتوب کې لیکلي:«د عامه اړیکو ریاست اووه ژباړونکي چې ۱۳۹۸ کال د وري له میاشتې څخه د ۱۳۹۸ کال تر پایه هر یوه د میاشتې په ۱۲۰زره افغانیو دنده ترسره کړې ده  او همدا راز یادو کارکوونکو د ۱۳۹۹ مالي کال په لومړۍ ربع (مرغومی، سلواغه، کب) کې هم دنده ترسره کړې. د کار قانون څلورمې مادې پر اساس که چېرې طرفین تر یوې میاشتې پورې د قرارداد تمدید او یا عدم تمدید په اړه اقدام ونه کړي، قرارداد پر تېرو شرایطو تمدید شوی ګڼل کېږي. باید پورته مادې ته په کتو د یادو کارکوونکو د کاري ورځو معاشونه ورکړل شي.»

د مالیې وزارت مالي مرستیال عبدالحبیب ځدراڼ، د دغه مکتوب په ځواب کې لیکلي: «… د یادو ژباړونکو د تنخواګانو په اړه اړتیا وه چې تاسو لومړی د مالیې وزارت موافقه ترلاسه کړې وای او د هغې پر اساس مو اجراات کړي وای، خو په ۱۳۹۹ کال کې په دې اړه د مالیې وزارت موافقه نه ده اخیستل شوې. دې ته په پام، د یادو ژباړونکو موضوع د عامه اړیکو ریاست، داخلي موضوع ده. په داسې برخو کې د مالیې وزارت بښنه ومنئ.»

پژواک له مالیې او بهرنیو چارو وزارتونو وپوښتل چې ولې د یادو اوو تنو کاري تړونونه د کار قانون له ۱۴مې مادې سره سم نه دي تمدید شوي، خو دواړو ځواب ورنه کړ.

Visits: 602

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.