ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار، تخار او لوګر کې ١٤ سرتېري او پاڅونوال وژل شوي

ننګرهار، تخار او لوګر کې ١٤ سرتېري او پاڅونوال وژل شوي

جلال اباد/ کندوز (پژواک، ٤ غويى ١٤٠٠): په ننګرهار، تخار او لوګر ولايتونو کې امنيتي پېښو کې ١٤ سرتېري او پاڅونوال وژل شوي دي.

د ننګرهار ولايت يوې باوري امنيتي سرچينې د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل چې  نن له غرمې مخکې د جلال اباد ښار اتمې ناحيې اړوند د ولايتو بازار کې د پوليسو پر يوه رينجر موټر چاودنه وشوه.

سرچينې زياته کړه، د لومړنيو معلوماتو له مخې، په چاودنه کې د عامه ساتنې پوليسو درې سرتېري وژل شوي او جسدونه يې سوځېدلي دي.

د جلال اباد حوزوي روغتون يوه نوکريوال ډاکتر هم پژواک ته وويل چې د پېښې له ځايه ورته د دوو نظامي کسانو مړي او ټپي ملکي وګړی ور وړل شوي دي.

بلخوا لوګر کې هم امنيتي سرچينې وايي چې نن سهار په دغه ولایت کې  د چاودنې له امله د ملي اردو درې سرتېري وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.

دغه راز تخار ولايت کې بیا اته پاڅونوال وژل شوي دي.

په دغه ولایت کې یوې امنيتي سرچينې وویل چې د بنګي ولسوالۍ په چشمه بنګي  سيمه کې د وسله والو طالبانو په يوه بريد کې اته پاڅونوال وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

Visits: 410

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.