ژبه

د کابل- پروان لویه لار د یوه قومي مشر تښتول کېدو غبرګون کې تړل شوې ده

چاریکار (پژواک، ۴ غویی ۱۴۰۰): د پروان مرکز چاریکار لسګونو ښاریانو د یوه قومي مشر تښتول کېدو غبرګون کې لاریون کړی او د کابل- پروان لویه لار یې د ترافیکو پر مخ تړلې ده.

دوی وایي چې د چاریکا ښار یو چیني پلورونکی حاجي حفیط الله نن سهار شاوخوا څلور بجې جومات ته د تلو پر مهال په یوه سپینه کرولا کې د سپرو وسله والو له خوا تښتول شوی دی.

اعتراض کوونکو د ولایت مقام مخې په راټولېدو، هلته ورغلې لارې د اور په لګولو سره تړلې دي.

هغوی د «الله اکبر» شعار په ورکولو د سیمه ییز حکومت او امنیتي مسوولینو پر بې غورۍ نیوکه کوي او د تښتول شوي کس د راخوشي کولو غوښتونکي دي.

د تښتول شوي کس ورور حاجي نبي الله وویل چې تښتوونکو یې ورور د ده او وراره له مخې، د اتفاق جومات په سړک د ولایت مقام له ۲۰۰ مترۍ په وهلو ډبولو له ځان سره بوت.

د نبي الله په خبره، تښتوونکو له دې مخکې د ده د ورور کورنۍ ته هیڅ ډول ګواښ نه و کړی او نه یې کومه غوښتنه ترې کړې وه، نه پوهېږي چې ورور یې د څه لپاره وتښتول شو.

په همدې حال کې د پروان امنیې قوماندانۍ د امنیت امر عبدالواسع رحیمي دغه پېښه تاییدوي او وايي چې په دې اړه د پولیسو پلټنې پیل شوې دي.

ورته موضوع