ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: وسله والو طالبانو د دهلې بند لوی پول په ماینونو الوځولی

چارواکي: وسله والو طالبانو د دهلې بند لوی پول په ماینونو الوځولی

author avatar
26 Apr 2021 - 17:24
چارواکي: وسله والو طالبانو د دهلې بند لوی پول په ماینونو الوځولی
author avatar
26 Apr 2021 - 17:24

کندهار ښار (پژواک، ۶ غويی ۱۴۰۰): چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د دهلې بند لوی پول په ماینونو الوځولی دی.

دا پول چې ۱۰ متره اوږدوالی لري له دهلې بند سره د نښلېدو یوازینۍ لاره وه.

د کندهار والي روح الله خانزاده پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو طالبانو په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د دهلې بند پول په بمونو الوځولی دی.

هغه زیاته کړه، وسله وال طالبان ولس او نړۍ تېرباسي چې ګواکې پر ولس او ټولګټو بنسټونو بریدونه نه کوي، خو هغوی کله هم پر خپلو تعهداتو نه دي درېدلي چې ښه بېلګه یې په ارغنداب ولسوالۍ کې د ټولو ټولګټو تاسیساتو له منځه وړل دي.

د ده په خبره، اوس یې تکراراً د دهلې بند پول په بمونو الوځولی چې یوه عام المنفعه بنسټ دی.

نوموړي وویل، د وسله والو طالبانو موخه یوازې ولس او ټولګټو تاسیساتو ته زیان رسول دي.

یوې امنیتي سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، د پول له الوځولو سره هم مهاله وسله والو د دهلې بند پر شاوخوا امنیتي پوستو هم بریدونه کړي او د دواړو لورو تر منځ نښتې شوې دي.

دغه راز له تېرې ورځې راهیسې د شاولیکوټ تر څنګ په ارغستان او میوند ولسوالیو کې جګړې شوې دي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند لومړي څارن جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، په میوند کې د جګړې پر مهال د دې ولسوالۍ په میراخور سیمه کې د ژیړۍ ولسوالۍ پر امنیه قوماندان د ماین چاودنه هم شوې ده.

دی وايي، د چاودنې له امله د امنیه قوماندانۍ د یوه افسر په ګډون پنځه پولیس وژل شوي او د ژیړۍ د امنیه قوماندان بصیر اڅکزي په ګډون درې پولیس ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دغو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.