ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسوولين: طالبان د تخار له کانونو ميليونونه افغانۍ عوايد ترلاسه کوي

مسوولين: طالبان د تخار له کانونو ميليونونه افغانۍ عوايد ترلاسه کوي

author avatar
27 Apr 2021 - 09:40
مسوولين: طالبان د تخار له کانونو ميليونونه افغانۍ عوايد ترلاسه کوي
author avatar
27 Apr 2021 - 09:40

تالقان (پژواک، ۷ غويی ١٤٠٠): د پژواک موندنې ښيي چې په تخار ولايت کې د ١٤ تثبيت او پېژندل شوو کانونو له ډلې پنځه يې د دولت، شپږ يې د طالبانو او درې يې د نامسوولو وسله والو په کنټرول کې دي.

د لومړنيو سروې ګانو او څېړنو له مخې، په تخار ولايت کې تر اوسه ٤٤ کانونه کشف شوي خو له دې ډلې ١٤ يې بيا تثبيت او په کې د شته توکو نوعيت او تر ډېره يې اندازه هم په ډاګه شوې ده.

پژواک ته د رسېدلو اسنادو له مخې، د تخار چال ولسوالۍ د ډبرو سکرو، د تالقانو د مالګې، د تالقانو د سرو زرو، د فرخار ولسوالۍ د تعميراتي ډبرو او د تالقان د شګې او چغل کانونه د دولت تر کنټرول لاندې دي.

دغه راز د نمک اب او چال ولسواليو د ډبر سکرو څلور کانونه او د چاه اب او خواجه غار ولسواليو د پاشان سرو زرو کانونه د طالبانو تر کنټرول او واک لاندې سيمو کې دي.

همدارنګه د نمک اب ولسوالۍ د اره شيخ سيمې د ډبرو سکرو کان، د کلفګان ولسوالۍ د ګرم سير کلي د سرو زرو او د خواجه غار ولسوالۍ د چراغ ساى هزار سيمې د سرو زرو کان د غير مسوولو وسله والو تر کنټرول او واک لاندې سيمو کې دي.

 دولتي چارواکي: طالبان د تخار له کانونو ميليونونه افغانۍ ترلاسه کوي

د تخار له کانونو د طالبانو د عاید ترلاسه کولو په اړه د تخار ولايتي شورا غړى محمد اعظم افضلي وايي چې حکومت د کانونو استخراجولو وړتيا نه لري او نه هم نورو ته په دې برخه کې د پانګونې زمينه برابروي.

هغه وايي: “موږ څو ځلې په دې اړه حکومت ته وړانديز کړى چې د کانونو استخراج په برخه کې د نامسوولو کسانو مخه ونيسي خو دغه کار يې تر اوسه نه دى کړى.”

د نوموړي معلوماتو له مخې، د نامسوولو وسله والو لاسوهنو له امله د نورابه، طاقچه خانه او د مالګې د کانونو قراردادي شرکتونو کيندنې پرېيښې او تللي دي.

دى وايي: “کله چې دغه شرکتونه ولاړل، دغه کانونه غير مسوولو وسله والو او طالبانو ته پاتې شول چې په سنتي ډول په کې کيندنې کوي.”

د ولايتي شورا دغه غړى ادعا کوي چې طالبان هره ورځ د تخار له کانونو شاوخوا سل زره ډالر عوايد ترلاسه کوي خو حکومت يې مخه نه نيسي.

خو د تخار والي مولوي عبدالله قرلق بيا وايي چې طالبان په دغه ولايت کې له کانونو په يوه اوونۍ کې شاوخوا ٣٠ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کوي.

قرلق زياتوي: “نه سل زره ډالره خو په ورځ کې نه شي ترلاسه کولاى خو ځيني کانونه د طالبانو په کنټرول کې دي چې په اوونۍ کې ٣٠ ميليونه افغانۍ ترې ترلاسه کوي.”

دى وايي چې په دې اړه يې ټول معلومات په کابل کې له حکومتي چارواکو سره شريک کړي څو يې په اړه اقدام وکړي.

 خلک: حکومت د کانونو په استخراج کې ناتوان دى

د تخار مدنې ټولنې رييس محمد زمان خان وايي چې حکومت د کانونو د استخراج وړتيا او امکانات نه لري.

دى وايي: “څو ځلې موږ له حکومتي مسوولينو سره کېناستو او ورته مو وويل چې په کانونو کې د پانګونې لپاره زمينه برابره کړي څو زرګونو کسانو ته د کار زمينه برابره شي او هم کانونه د مافيايي کړيو له واک څخه خلاص شي خو هغوی دغه کار نه کوي.”

دغه راز د تخار د مرکز اوسېدونکي عبيدالله پژواک ته وويل چې حکومت نه خپله او نه هم نورو ته زمينه برابروي چې په کانونو پانګونه وکړي.

دى وايي: “يو شمېر کانونه خو طالبانو او زورواکانو چور کړل، زموږ اندېښنه د هغو کانونو په اړه ده چې دا مهال يې لاس نه دى خوړلى خو امکان لري چې هغوی ته هم دغه خلک لار پيدا کړي.”

بل لور ته يو مدني فعال بسم الله بيک وايي چې د حکومت د بې کفايتۍ له امله په دغه ولايت کې ډېرى کانونه همداسې پاتې او تر اوسه په کې کيندنې نه دي پيل شوې.

خو د تخار د اقتصاد رييس احمد ضيا طارق وايي چې د نا امنۍ او اړينو امکاناتو نه شتون له امله ګڼ شمېر کانونه له کيندنې پاتې دي.

هغه وايي: “حکومت ډېر امکانات نه لري او بهرني خصوصي شرکتونه د نا امنۍ له امله پانګونه نه کوي، کنه حکومت پلان لري چې پر دغو کانونو پانګونه وکړي.”

د طارق د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې تر اوسه ٤٤ کانونه پېژندل شوي چې له دې ډلې ١٣ يې سروې او تثبيت شوي او پاتې نور يې کره څېړنې او سروې ته اړتيا لري.

 سيمه ييز مسوولين: طالبان خپلي جنګي سرچينې د کانونو له عوايدو تمويلوي

د چاه اب ولسوال عبدالقيوم قانع پژواک ته وويل چې وسله وال طالبان له کانونو، د برېښنا له لګښت، له عشر او زکات او د نشه يي توکو له قاچاق څخه خپل جنګي سرچيني تمويلوي.

هغه وايي: “د دې ولسوالۍ د نورابه سرو زرو کان له دوو کلونو راهيسې د طالبانو په کنټرول کې دى، هره اوونۍ ترې استخراج کوي او ميليونونه افغانۍ ترلاسه کوي.”

د ولسوال د معلوماتو له مخې، د هرې اوونۍ په پاى کې سوداګر همدغه کان ته ورځي او له طالبانو سره زر په پېسو اخلي.

د هغه په وينا، سيمه ييزو زورواکو د وسله والو طالبانو لپاره زمينه برابره کړې څو په کانونو کې کيندنې وکړي.

بل لور ته په تخار کې د اقتصادي مسايلو کارپوه ميرزا رحماني وايي که چېرې په دغه ولايت کې معدني توکي په ښه توګه مديريت شي او د قاچاق مخه يې ونيول شي په ټول ولايت کې متوازن انکشاف هم رامنځته کېداى شي.

هغه زياته کړه: “زموږ ځوانان د يوې نمړۍ ډوډۍ پيدا کولو لپاره په سلو ستونزو بهرنيو هېوادونو ته په قاچاقي ډول سفر کوي خو که چېرى دلته په کانونو کې پانګونه وشي تر ډېره به ځوانانو ته د کار زمينه برابره او دغه مشکلات به حل شي.”

ده له حکومته غوښتنه وکړه چې خصوصي سکتور ته په کانونو کې د پانګونې زمينه برابره کړي.

 امنيتي مسوولين: د ملي پانګې ساتنې لپاره تل جدي هلې ځلې شوې

د تخار امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير پژواک ته وويل چې پوليسو تل له عامه تاسيساتو او ملي پانګې په جديت سره ساتنه کړې ده.

هغه وايي: “په وروستيو کلونو کې د کانونو د ساتنې مسوليت د عامه ساتنې قطعاتو ته ورکړل شوى خو تر اوسه دغه برخه په  تخار کې نه ده جوړه شوې خو که چيرې د کانونو د ساتنې مسوليت پوليسو ته ورکړل شي په ډېر ښه توګه به دغه کار هم ترسره کړي.”

بل لور ته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبان په تخار او نورو ولايتونو کې له کانونو هېڅ ډول عوايد نه ترلاسه کوي.

د يادونې ده، د ډبرو سکرو، سرو زرو، ګچ، چونې، شګې، جغل او ځينې قيمتي توکو کانونه لري.

Visits: 99

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.