ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د کانکور ازموینې بهیر پیل شو

ننګرهار کې د کانکور ازموینې بهیر پیل شو

author avatar
28 Apr 2021 - 12:54
ننګرهار کې د کانکور ازموینې بهیر پیل شو
author avatar
28 Apr 2021 - 12:54

جلال اباد (پژواک، ۸ غويی ۱۴۰۰): په ننګرهار کې د دوولسم ټولګیو د ۲۷۹۲ نجونو په ګډون له ۱۴زره او۳۳۲ فارغانو څخه د کانکور ازموینې اخیستو بهیر نن پیل شو.

دغه ازموینه چې د کانکور ملي ادارې له لوري اخیستل کیږي، څلور ورځې به دوام وکړي.

د معلوماتو په اساس، دغه ازموينې به هره ورځ د سهار په شپږو بجو د ننګرهار پوهنتون په انګړ کې پيلېږي چې مسوولينو يې د کلکو امنيتي تدابيرو د نيولو ډاډ ورکړ.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل وویل، دغه ولايت کې د دوولسم ټولګیو د ۲۷۹۲ نجونو په ګډون ۱۴۳۳۲ تنو فارغانو د کانکور ازموینې لپاره نوم لیکنه کړې چې د تېرو درې ورځو په موده کې بایومټریک او د څلور ورځو په موده کې به ورڅخه د کانکور ازموینه واخیستل شي.

هغه د ازموینې له بهیر څخه د لیدنې پر مهال د کانکور له ګډونوالو څخه وغوښتل چې په پوره حوصله سوالونه حل کړي، په دقت د خپلې وړتیا له مخې د خوښې پوهنځی انتخاب کړي، همدا راز یې د کانکور د شفافیت په اړه ډاډ ورکړ.

دی ډاډ ورکوي چې د ننګرهار پوهنتون د امنيت د ټينګښت لپاره پوره تدابير نيول شوي او هېڅوک دې د کومې پېښې د رامنځته کېدو اندېښنه نه لري.

د ننګرهار پوهنتون ريیس پوهاند خلیل احمد بهسودوال وویل، د کانکور ملي ادارې سره یې ټول استادان همکار دي او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې شفافیت ته زیان ورسوي، همدا راز یې زیاته کړه، ننګرهار پوهنتون سږ کال د ۴۴۰۸ تنو محصلینو د جذب ظرفیت لري.

د کانکور له ملي ادارې څخه د ګومارل شوي پلاوي مشر قدرت الله احمدي وویل، د کانکور ملي اداره مسوولیت لري چې په شفاف ډول د ښوونځیو با استعداده زده کوونکي پوهنتونونو ته د محصلینو په توګه ور وپېژني او په دې برخه کې هېڅ ډول اړیکې ورته ارزښت نه لري.

د ازموینې یوتن ګډونوال عزت الله د کانکور د سږنۍ پروسې په اړه خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې په منظم ډول د بایومټریک مرحلې ترسره کېدو وروسته ورته د ازموینې مناسب چاپیریال هم برابره شوی دی.

Visits: 42

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.