ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په ننګرهار کې نهه وسله وال نيول شوي”

“په ننګرهار کې نهه وسله وال نيول شوي”

author avatar
28 Apr 2021 - 12:47
“په ننګرهار کې نهه وسله وال نيول شوي”
author avatar
28 Apr 2021 - 12:47

جلال اباد (پژواک، ۸ غويی ۱۴۰۰): د ننګرهار چارواکي وايي چې سره رود ولسوالۍ او جلال اباد ښار کې ځانګړو ځواکونو د عملياتو پرمهال د يو قوماندان په ګډون نهه داعش وسله وال ژوندي نيولي دي.

د ننګرهار ولایت رسنيو دفتر د غويي په ۸مه پژواک اژانس ته په راستولې خبرپاڼه کې ليکلي چې د سره رود ولسوالۍ مربوطاتو کې تېره شپه ځانګړو ځواکونو عملیات کړي، چې په ترڅ کې يې د داعش ډلې قوماندان له خپلو پنځو ملګرو، دوه ميله تومانچو، يو ميل چره ييز او اته بېلابېل ډوله مبايلونو او سيمکارتونو سره نيول شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې په ورته وخت کې ځانګړو ځواکونو د جلال اباد ښار مربوطاتو کې د عملياتو پر مهال داعش ډلې سره د اړيکو په تور درې تنه نيولي او تر پوښتنو لاندې دي.

د يو بل خبر له مخې، په ختيځ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو وايي چې د لغمان دولت شاه ولسوالۍ کې يې پنځو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د دغې قول اردو مرستيال وياند تورن سید مقصود صاحبزاده پژواک ته وويل، چې تېره ورځ د ملي اردو ځواکونو د دولت شاه ولسوالۍ اړوندو سيمو کې د وسله والو طالبانو پر پټنځايونو توپچي بريدونه کړي دي.

دی وايي، په دغو بريدونو کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور يې ټپيان شوي او ځايونه يې هم له منځه وړل شوي دي.

داعش او طالب وسله والو تراوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Views: 38

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.