ژبه

لوګر کې موټر بم برید لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

مسعود عزیزی

۱۰ غویی ۱۴۰۰ - ۲۰:۱۵

۱۰۳ کتنې

پل علم (پژواک ۱۰غویی ۱۴۰۰) د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار کې د موټر بم برید له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د والي ویاند دیدار لونګ پژواګ ته وویل نن ماښام مهال د لوګر ولايت ولايتي روغتون ته مخامخ په يوه کور موټر بم چاودنه شوې،چې د تلفاتو په اړه تر اوسه کره معلومات نشته.

خو د ولایتي شورا رییس حسیب ستانکزی وایی په دې برید کژ تر سلو.پورې کسانو ته مرګ.ژوبله اوښتې ده.

داسې ويل کيږې چې د پيښې اکثريت قربانيان د ازرى ولسوالۍ نه کانکور ته راغلې متعلمين، ملکى مامورين او نور عام خلک دې چې د عبدالولى وکيل ليليه کې پاتى کيدل او شمير يې هم د۶۰ تنو په شاوخواکې ده.