Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تخار کې یو پخوانی جهادي قوماندان وژل شوی

تالقان (پژواک، ١٢ غويی ١٤٠٠): د ولسي جرګې پخوانى غړى او جهادي قوماندان پيرم قل ضيايي په تخار کې د ماين په چاودنه کې وژل شوى دى.

د تخار امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير د غويي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په پخواني جهادي قوماندان پيرم قل ضيايي په رستاق ولسوالۍ کې د ماين چاودنه شوې ده.

هغه وايي چې تر اوسه ډېر معلومات نشته خو د لومړنيو معلوماتو له مخې، پيرم قل په چاودنه کې وژل شوى خو بل چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

اسير زياتوي چې پيرم قل د پاڅون کوونکو قوماندان هم و.

د پيرم قل د وژلو مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

د يادونې ده، پيرم قل ضيايي د ولسي جرګې په ١٥مه دوره کې د تخار د خلکو استازى هم و.

د تخار د اوسېدونکو معلوماتو له مخې، قوماندان پيرم قل ضيايي په دغه ولايت کې د طالبانو پر وړاندې کلک مقاومت کاوه او په شپږو ولسواليو کې يې ګڼ کسان او نفوذ هم درلودل.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.