ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د ملي اردو اته سرتېري وژل شوي

بغلان کې د ملي اردو اته سرتېري وژل شوي

author avatar
4 May 2021 - 12:08
بغلان کې د ملي اردو اته سرتېري وژل شوي
author avatar
4 May 2021 - 12:08

پلخمري (پژواک، ۱۴ غويى ۱۴۰۰): د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې د ملي اردو اته سرتېري وژل شوي، درې نادرکه شوي او ١٥ نور طالبانو نیولي دي.

د مرکزي بغلان ولسوالۍ يوې دولتي سرچينې د غويي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ په جرخشک سيمه کې د ملي اردو پر يوه مرکز بريد وکړ.

سرچينه وايي: ((طالبانو اول لارې پرې تړلې وې، څو مرستندوی ځواکونه ورنه شي، بيا يې جګړه پيل کړې ده.))

هغه زياتوي چې په دې پېښه کې د ملي اردو اته سرتېري وژل شوي، درې نادرکه دي او د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، ١٥ نور طالبانو له ځان سره بيولي دي.

دغه راز د سيمې يوه اوسېدونکي عبدالمحمد پژواک ته وويل چې د جرخشک سيمې د ابو محمد په نوم لېسه کې د ملي اردو بېز سقوط کړى دى.

هغه وايي چې په دې پېښه کې يو شمېر سرتېري وژل شوي او ځيني نور يې طالبانو له ځان بيولي دي.

ده زياته کړه: ((د لېسې په انکړ کې د ملي اردو اته هاموې ټانګونه هم ولاړ وو، ټول يې له منځه تللي او پاتې وسلې او مهمات يې هم طالبانو له ځان سره وړي دي.))

د بغلان امنيتي مسوولين يواځې پېښه تاييدوي خو د جزئياتو له ورکولو ډډه کوي.

بل لور ته طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبانو تېره شپه د مرکزي بغلان ولسوالۍ په جرخشک سيمه کې د حکومتي سرتېرو يو مرکز نيولى دى.

هغه وايي چې په دې جګړه کې لس حکومتي سرتېري وژل شوي او ١٦ نور ژوندي نيول شوي دي.

دى زياتوي چې طالبانو په دې جګړه کې اووه ټانګونه له منځه وړي، دوه ټانګونه او يو شمېر وسلې او مهمات يې ترلاسه کړي دي.

د يادونې ده، له تېرو څو ورځو راهيسې په ډېرو ولايتونو کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ پرله پسې جګړې روانې دي او دواړه لوري يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

Visits: 23

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.