ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروپایي ټولنې، ناټو، امریکا او بریتانیا په افغانستان کې د زور له لارې د واک ترلاسه کولو سره مخالفت وښود

اروپایي ټولنې، ناټو، امریکا او بریتانیا په افغانستان کې د زور له لارې د واک ترلاسه کولو سره مخالفت وښود

author avatar
7 May 2021 - 22:25
اروپایي ټولنې، ناټو، امریکا او بریتانیا په افغانستان کې د زور له لارې د واک ترلاسه کولو سره مخالفت وښود
author avatar
7 May 2021 - 22:25

کابل (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۰) : د ناټو، امريکا، اروپايي ټولنې او بريتانيا ځانکړو استازو ويلي  چې دوى په افغانستان کې په زوره د هر راز حکومت د راتلو مخالف دي او دا چاره به سيمه ييز ثبات له کواښ سره مخ کړي.

افغانستان سره ددغو هیوادونو او سازمانونو استازو د جرمني برلین ښار کې له ګډې ناستې وروسته یوه ګډه اعلامیه کې يو ځل بيا په افغانستان کې د سولې د خبرو بهير پر چټکېدو ټينګار وکړ.

دوی زیاته کړې، د جګړې د ختمولو، تلپاتې سولې ته رسېدو لپاره يوازينې لار، يو ټولشموله سياسي جوړ جاړى دى.

په اعلامیه کې راغلي، د ناستې ګډونوالو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د تېر کال هغه پرېکړه ليک ته خپله ژمنتيا څرګنده کړه چې افغانستان کې د تاوتريخوالي د کمېدو، د سولې پر بهير او سياسي حل ټينګار کوي.

د یوشمیر هیوادونو او نړیوالو سازمانونو د ځانګړو استازو ناسته په داسې مهال شوې چې له افغانستان د بهرنيو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه او ټاکل شوې د سپټمبر تر يوولسمې نېټې بشپړه شي. د پوځيانو او ملکي قرارداديانو د خوندي ايستلو لپاره امريکا سيمې ته بي- ۵۲ او اېف ۱۸ جنګي الوتکې هم استولې دي.

افغانستان لپاره د ناټو، امريکا، اروپايي ټولنې او ځينو اروپايي هېوادونو دغو ځانګړو استازو ويلي، دوى افغانستان کې د هر هغه راز حکومت د راتلو مخالف دي چې په زوره راشي او په وينا يې دا چاره به سيمه ييز ثبات له ګواښ سره مخ کړي.

اعلامیې افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهير د چټکېدو پر اهميت ټینګار کړی او د چمتو کوونکو يې ژمنه کړې چې د سولې يوې هراړخيزې تلپاتې هوکړې او يوه سياسي جوړ جاړي ته رسېدو لپاره له افغان دولت، طالبانو او د مدني ټولنې له مشرانو سره کار ته ژمن دي.

ځانکړو استازو افغانستان کې روان تاوتريخوالى غندلى چې په وينا يې تر ډېره يې مسووليت طالبانو ته ور تر غاړې دى. دوى پر ټولو غاړو غږ کړى چې د تاوتريخوالي د کمولو لپاره سملاسي اړين ګامونه پورته کړي.

په اعلامیه کې په ځانګړې له طالبانو غوښتنه شوې چې د دغو استازو په وينا، خپل نااعلان کړي پسرلني عمليات ودروي.

دوى همداراز پر ښکېلو غاړو د ولسي مرګ ژوبلې د مخنيوي غږ کړى.

اعلامیې له افغانستان د امريکايي ځواکونو او ناټو د منظمې وتنې يادونه کوي او وايي طالبان بايد د ځواکونو وتل د سولې د خبرو پرېښودو لپاره پلمه نه کړي.

سرچینې زیاته کړې، چې ګډونوالو له افغانستان سره د خپلو هېوادونو پر دوامدار ملاتړ ټينگار وکړ.

افغانستان لپاره د اروپايي هېوادونو امريکا او ناټو استازو افغانستان کې ښکېل هېوادونه په ځانګړې توګه د افغانستان ګاونډيان او د سيمې هېوادونه دې ته هڅولي چې افغانانو سره خپل رغنده ملاتړ جاري وساتي او دغه هېواد کې تلپاتې سولې او دوام وړ اقتصادي پرمختيا ته رسېدو په لړ کې ونډه واخلي چې د ټولو په ګټه ده.

Visits: 59

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.