ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنیتي مسئولین: بغلان کې مو د طالبانو د ډله ییزو بريدونو مخه ډب کړې

امنیتي مسئولین: بغلان کې مو د طالبانو د ډله ییزو بريدونو مخه ډب کړې

author avatar
7 May 2021 - 15:04
امنیتي مسئولین: بغلان کې مو د طالبانو د ډله ییزو بريدونو مخه ډب کړې
author avatar
7 May 2021 - 15:04

پلخمري (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۰): د بغلان ولایت امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت پر درېیو ولسوالیو د طالبانو له خوا ډله ییزو بریدونو مخه یې ډب کړې ده.

د بغلان ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت د ځانګړو قطعو د قوماندان له قوله پژواک اژانس ته وویل، دغه ولایت ته د ځانګړو ځواکونو پر راتګ د جګړې لومړۍ کرښه سړه شوې ده.

بشارت وایي، بغلان ته د جګړې د مهارولو په موخه تېره ورځ د 01 قطعې او کومانډو ځواکونو په را رسېدو په نهرین، مرکزي بغلان او دهنه غوري ولسوالیو کې د طالبانو بريدونه په شا شوي او اوس وضعیت بېرته عادي حالت ته د ستنېدو په حال کې دی.

دغه راز په شمال کې د کومانډو ځواکونو قوماندان ډګروال صفی الله محمدي وایي، په تېرو څلورویشت ساعتونو کې یې د بغلان په نهرین، مرکزي بغلان او دهنه غوري ولسوالیو کې له طالبانو سره جګړې کړې دي.

محمدي رسنیو ته په استولې ویډیو کې ویلي، بغلان ته د ځانګړو ځواکونو پر راتګ جګړه مهار شوې او افغان امنیتي ځواکونه د مخته تګ په حال کې دي.

هغه زياته کړې، په تېرو څلور ویشت ساعتونو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله هم اوښتې چې شمېر یې شاوخوا سلو تنو ته رسېږي.

وسله والو طالبانو چې د تازه جګړو په اړه یې تر دې دمه څه نه دي ویلي، درې ورځې وړاندې یې د بغلان ولایت په جرخشک سیمه کې د ملي اردو پر امنیتی بیز برید وکړ چې په کې ۲۵ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته.

طالبانو د دغه امنیتي بیز تر سقوط وروسته د مرکزي بغلان ولسوالۍ پر زاړه او نوي ښار جګړه پیل کړه، زوړ ښار او شپږمه امنیتي حوزه یې ونیوله او تراوسه د هغوی په ولکه کې دي.

د ځایي اوسېدونکو په وینا، طالبانو د مرکزي بغلان زوړ ښار او د شپږمې امنیتي حوزې له کنټرول وروسته پر ولسوالۍ جګړه پیل کړه چې تر تېر مازیکر مهاله یې دوام درلود.

د سرچینو په حواله، طالبانو تېر ماښام د دهنه غوري ولسوالۍ بازار د امنیتي کمربند پر پوستو هم ډله ییز برید وکړ چې د شپې تر ناوخته یې دوام درلود.

له دغې جګړې د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، هټۍ والو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.