ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لغمان چارواکو د ۴۸ وسله والو د وژلو ادعا وکړه

author avatar
10 May 2021 - 17:22
author avatar
10 May 2021 - 17:22

مهترلام (پژواک،۲۰ غويی ۱۴۰۰): د لغمان ولايت چارواکي وايي، دولت شاه ولسوالۍ کې په څلورو هوايي بريدونو کې ۴۸ وسله وال وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان شوي دي.

د لغمان والي رحمت الله يارمل د غويي په ۲۰مه رسنيو ته وويل، چې نن تر غرمې وړاندې افغان هوايي ځواکونو د دولت شاه ولسوالۍ مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو پر پټنځايونو، د راټولېدو ځايونو او کمينونو څلور هوايي بريدونه کړي دي.

دی وايي، په دغو بريدونو کې ۴۸ طالبان وژل شوي او ۱۸ نور یي سخت ټپیان دي.

د لغمان والي زياته کړه چې دغه راز په دغو بريدونو کې د وسله والو یو شمېر وسلې هم له منځه وړل شوې دي.

د يارمل په وينا، په دولت شاه ولسوالۍ کې د ملي اردو په مشرۍ د وسله والو طالبانو د ځپلو او د شته ګواښونو د ختمېدو لپاره د ګډو ځواکونو ځمکني او هوایي عملیات په بریالیتوب سره روان دي.

بلخوا په ختيځ کې د سيلاب قول اردو د وياند مرستيال سيد مقصود صاحبزاده پژواک اژانس ته وويل چې د دولت شاه ولسوالۍ ترڅنګ اليشنګ او الينګار ولسوالیو کې هم د وسله والو د ځپلو په موخه د ګډو افغان ځواکونو عمليات روان دي.

هغه زياته کړه، دغه عمليات پر يو شمېر سيمو د وسله والو تر بريدونو او امنيتي ګواښونو وروسته پيل شوي چې لا هم په درېيو برخو کې دوام لري.

طالبانو د خپلو وسله والو د تازه مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ويلي، خو په تېر کې يې په لغمان کې د خپلو وسله والو د وژل کېدو راپورونه رد کړي دي.

Visits: 93

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.