ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک : د نرخ ولسوالۍ سقوط کړی، حکومت: امنیتي ځواکونو شاتګ کړی

خلک : د نرخ ولسوالۍ سقوط کړی، حکومت: امنیتي ځواکونو شاتګ کړی

author avatar
11 May 2021 - 21:59
خلک : د نرخ ولسوالۍ سقوط کړی، حکومت: امنیتي ځواکونو شاتګ کړی
author avatar
11 May 2021 - 21:59

کابل (پژواک، ۲۱ غویی ۱۴۰۰) : د میدان وردګو  ولایت د ولایتي شورا غړی او د سیمې اوسیدونکي وایي چې د نرخ ولسوالۍ نن ماښام مهال سقوط کړی دی.

میدان وردګو ولایتي شورا غړی شریف هوتګ  پخپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې تر دوه ورځنۍ محاصرې وروسته نن طالبانو د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ ودانۍ ونیوله.

هغه زیاته کړې : ((د نرخ ولسوالي له ستراتيژک اړخ د جګړې دواړو غاړوته ځانګړي ارزښت لري، د ولايتی شورا  داکثريت په نماينده ګي د ولسونو هماغه پخواني غوښتنه بياتکراروم، لازمه ده چی د دغه ولايت د وضعيت يوه جدی ارزونه وشی، زموږ خبرې دې نه منی خپله دې را شي وضعيت دې له نږدې وڅيړی ستونزې او نيمګړتيا وې دې په فرصتونو بدل کړی ،  اوسنی وضعيت آن مرکز کابل ته ګواښ دی . ))

د سیمې یو تن اوسیدونکي قیام هم پژواک ته تایید کړه چې د نرخ ولسوالۍ نن مازیګر سقوط کړی او لوګي ترې پورته کیږي.

بلخوا د میدانښار اوسیدونکي وایي چې له مرکز ښار د نرخ ولسوالۍ د مرکز شاوخوا په توپونو ویشتل کیږي.

امنیتی سرچینې وایي چې یو شمیر سرتیري طالبانو ته تسلیم شوي او نور په سیمه کې د عامه نظم بیرته ته پناه وړې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي چې امنیتي ځواکونو له سیمې شاتګ کړی او ډیر ژر به هلته چاڼیز عملیات پیل شي.

د نرخ د سرتیرو غږونه هم ټولنیز شبکو ته راوتلي چې د مرستو نه رسیدلو شکایت کوي.

نرخ ولسوالۍ د ولایت د مرکز میدانښار په لس کیلو مترۍ او د کابل په ۲۵ کیلو مترۍ کې موقعیت لري.

Visits: 43

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.