ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان پر فلسطینیانود اسراییلو بریدونه غندلی، تر اوسه ۵۶ تنه وژل شوي

افغانستان پر فلسطینیانود اسراییلو بریدونه غندلی، تر اوسه ۵۶ تنه وژل شوي

author avatar
12 May 2021 - 22:18
افغانستان پر فلسطینیانود اسراییلو بریدونه غندلی، تر اوسه ۵۶ تنه وژل شوي
author avatar
12 May 2021 - 22:18

کابل ( پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۰) : افغانستان پر فلسطیني مسلمانانو د اسراییلو بریدونه غندلي، بلخوا په دې بریدونو کې د وژل شویو فلسطینانو شمیره له ۵۰ تنو اوښتې او سلګونه ټپیان شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت  لخوا په یوه خپره شوې  خبرپاڼه کې راغلي چې د اسرائیلي ځواکونو لخوا د الاقصی جومات، د مسلمانانو لومړۍ قبلې، په لمونځ‌کوونکو او ملکي وګړو باندې وروستي بریدونه په کلکه غندي او هغه له تاوتریخوالو څخه ‌‌‌‌‌‌ډک، تیری او د سیمې او نړۍ د سولې او ثبات لپاره ګواښ ګڼي.

سرچینې زیاته کړې،  افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ١٩٦٧ پریکړه لیک کې د مشخص شويو سرحدونو سره سم، د یوه خپلواک هېواد لرلو لپاره د فلسطین د خلکو د برحقې داعیهٔ څخه ملاتړ کوي او د تاوتریخوالي پای او د کړکیچ سوله ایزې حل لپاره، د خبرو اترو او نړیوالو هڅو باندې ټینګار کوي.

د ا سراييلي پوځيانو او فلسطينيانو ترمنځ له تېرو څو ورځو راهيسې اخ وډب روان دى او اسراييلي پوځيان د مسلمانانو پر درېيم ستر او مقدس جومات الاقصى باندې هم بريدونه کړي دي چې له امله يې تر ٥٠٠ زيات کسان ټپيان شوي دي.

تر ياد اخ و ډب وروسته د فلسطين د حماس ډلې له غزې څخه پر اسراييلي سيمو راکټي بريدونه کړي، چې له امله یې پنځه اسراییليان وژل شوي دي.

بلخوا په غزه کې د فلسطين د حماس ډلې د روغتيا څانګې ويلي چې له تېرو دوو ورځو راهيسې د اسرايلي ځواکونو په هوايي بريدونو کې د ماشومانو په ګډون ۵۶ تنه وژل شوي او۳۳۵ نور نور ټپيان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په فلسطين کې رامنځته شوى تاوتريخوالى غندلى او د بېړني اوربند غوښتنه يې کړې ده.

 

Visits: 580

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.