ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان او بغلان ولايتونو کې د پوليسو دوو ټپي شوو قوماندانان ساه ورکړې ده

لغمان او بغلان ولايتونو کې د پوليسو دوو ټپي شوو قوماندانان ساه ورکړې ده

author avatar
16 May 2021 - 15:38
لغمان او بغلان ولايتونو کې د پوليسو دوو ټپي شوو قوماندانان ساه ورکړې ده
author avatar
16 May 2021 - 15:38

پلخمري (پژواک، ٢٦ غويى ١٤٠٠): ځايي مسوولين وايي چې د لغمان او بغلان ولايتونو د پوليسو دوه قوماندانان چې په جنګونو کې ټپيان شوي وو، د سختو ټپونو له امله يې ساه ورکړې ده.

د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د پنځم سمت امر لومړی څارن سید میر د ژورو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د مرکزي بغلان ولسوالۍ ولسوال سید کمال وردګ د غويي په ٢٦مه پژواک ته د نوموړي مړینه تایيد کړه او ويې ويل چې قوماندان سید میر احمدزى چې له اختر مخکې له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې ټپي شوی و چې نن یې د ټپونو له امله د کابل په یوه روغتون کې ساه ورکړې ده.

قوماندان سید میر ته نږدې سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي، وایي قوماندان سید میر د بغلان ولایت فابریکې سیمه کې د طالبانو لپاره تر ټولو مهم کس و.

هفه وایي، د قوماندان سید میر له مړينې وروسته د فابریکې سیمه کې نا امني لا زیاته شوې او ممکن وضعیت له کنټروله ووځي.

د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت هم د نوموړي د مړینې په تايید وایي چې سید میر په سیمه کې د طالب جنګیالیو پر وړاندې مهم رول لاره، مړینه یې رښتیا هم لویه تشه ده.

قوماندان سید میر له دې مخکې د بغلان ولایت د لومړۍ حوزې د امر او مرکزي بغلان ولسوالۍ د امنیې قوماندان په توګه دندې ترسره کړې وې.

د يو بل خبر له مخې، د لغمان ولايت د دولت شاه ولسوالۍ امنيه قوماندان چې نن سهار له طالبانو سره په يوه نښته کې تپي شوى و، په روغتون کې يې ساه ورکړې ده.

د دولت شاه ولسوال خيرالله خيرخواه ويلي چې امنيه قوماندان عبدالظاهر اتل په دې نښته کې سخت ټپي شو او يو پوليس يې وژل شوى و.

د هغه په وينا، اتل وروسته په روغتون کې ساه ورکړې ده.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Views: 362

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.