ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عبدالرووف پلار: تښتوونکو په اختر کې د هغه د شکنجې بله ويډیو رالېږلې

د عبدالرووف پلار: تښتوونکو په اختر کې د هغه د شکنجې بله ويډیو رالېږلې

author avatar
17 May 2021 - 15:30
د عبدالرووف پلار: تښتوونکو په اختر کې د هغه د شکنجې بله ويډیو رالېږلې
author avatar
17 May 2021 - 15:30

مزارشريف (پژواک، ۲۷غويی ۱۴۰۰): د بلخ ولايت له مرکز مزارشريف ښار څخه د تښتول شوي لس کلن عبدالرووف کورنۍ وايي چې د اتو مياشتو په تېرېدو لا هم نوموړی له تښتوونکو سره دی.

د دغه تښتول شوي ماشوم پلار محمد نبي د غويي په ۲۷مه، له پژواک سره خبرو کې وويل چې ډېر ژر به د خپل زوی د راخلاصولو په موخه د پارلمان او ارګ مخکې هم د تحصن خېمې ودروي.

هغه زياتوي چې تښتوونکو يې د اختر سوغات په نوم ورته د زوی د ځورونې او شکنجې تازه ويډيو رالېږلې، چې ورسره يې ټولې کورنۍ د اختر ورځې په غم او اوښکو تویولو تېرې کړې.

محمد نبي د عبدالرووف د ځورول کېدو ويډيو له پژواک سره هم شريکه کړه.

په دغې ويډيو کې لېدل کېږي، چې د تښتول شوي ماشوم سترګې تړلې او له پښو راځوړنډ شوی دی.

د هغه پر وجود د وهلو نښې او داغونه هم ښکاري.

په ياده ويډيو کې تښتول شوی عبدالرووف په ژړغوني غږ له خپل پلار څخه غوښتنه کوي، چې تښتوونکو ته پيسې ورکړي او نوموړی راخلاص کړي.

د عبدالرووف پلار پژواک ته وويل چې تښتوونکو په تازه پيغام کې ورڅخه د يو مليون او دوه سوه زره امريکايي ډالرو غوښتنه کړې ده.

هغه وويل: (( زه دغومره پيسې نه لرم، دا مې اختطاف کوونکو ته ويلي، يو څه پيسې مې چې له وسې وې هغه مې ورکولې؛ خو هغوی کمې نه غواړي او بار بار مې د زوی له فزيکي شکنجې سره ماته او ټولې کورنۍ ته روحي شکنجه راکوي)).

نوموړي پر دولتي ارګانونو هم نيوکه وکړه، چې لا هم د ياد ماشوم په راخلاصولو کې پاتې راغلي دي.

د عبدالرووف پلار وويل چې د ده د زوی د تښتونې په تور يو شمېر مشکوک کسان طالبانو هم نيولي دي.

د هغه په وينا، ښايي څو ورځې وروسته نيول شوي کسان د طالبانو له خوا په علني ډول محاکمه شي او هيله لري چې دوی هم په کې ګډون وکړي.

نوموړي زياته کړه چې ژر به کابل ته لاړ شي، د پارلمان او ارګ مخې ته به هم د تحصن خېمې ودروي.

بلخ کې د ترکمنانو د ټولنيزې شورا يوه غړي عبدالرحمان صحبت پژواک ته وويل، چې دوی له حکومته په دې تړاو سخته ګيله لري.

هغه زياتوي چې حکومت د عبدالرووف له تښتول کېدو وروسته هره ورځ دوی ته د نوموړي د راخلاصولو وعده ورکوي؛ خو په وينا يې چې لا هم د ياد ماشوم برخليک له جدي خطر سر مخ دی.

نوموړي وويل: (( حکومت بايد لږ د مسووليت احساس وکړي؛ موږ نه پوهېږو چې دومره لوی حکومت او امنيتي ارګانونه ولې نه شي کولی چې په اتو میاشتو کې يو تښتول شوی ماشوم راخلاص کړي، له موږ خو لار ورکه ده)).

د هغه په وينا، څو چې عبدالرووف راخلاص شوی نه وي؛ نو دوی به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي.

له دې سره هم مهاله په تېرو شاوخوا اتو میاشتو کې د عبدالرووف د نه راخلاصېدو له امله پر امنيتي ارګانونو نيوکې هم زياتې شوې دي.

د حزب اسلامي شوراګانو د اتحاد مشر جمعه خان همدرد په خپل اختريز پيغام کې د عبدالرووف له کورنۍ سره د غم شريکۍ تر څنګ پر امنيتي ارګانونو سختې نيوکې کړې دي.

هغه وایی چې ټول حکومت د يوه لس کلن ماشوم په راخلاصولو کې پاتې راغلی او په وينا یې دا ياد وضعيت د پوښتنې او اندېښنې وړ دی.

همدرد زياتوي: (( امنيتي او دولتي ارګانونه بايد جدي پاملرنه وکړي، که نه دا خو ډېر د ننګ ځای دی چې په شپږ میاشتو کې تاسې يو څو تښتوونکي نه شئ تعقیبولی او ماشوم نه شئ پيدا کولی)).

د هغه په خبره، حکومت بايد جدي هڅې وکړي، چې یاد ماشوم راخلاص او له خپلې کورنۍ سره یې يو ځای کړي.

پژواک هڅه وکړه چې په دې تړاو د بلخ د سيمه ييزو چارواکو نظر واخلي؛ خو څوک خبرو کولو ته حاضر نه شول.

څه موده وړاندې د بلخ والي ويلي و چې د تښتول شوي عبدالرووف قضيه د بلخ له محدودې بهر شوې او د مرکزي حکومت له خوا تعقیبيږي.

د افغانستان د ملي امنيت رياست هم دوه اوونۍ وړاندې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و چې د عبدالرووف د تښتول کېدو په تور یې لسګونه کسان نيولي، چې په وينا يې بهرني اتباع هم په کې شامل دي.

Visits: 261

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.