ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عامې روغتیا د پخواني وزیر عثماني درې خپلوان د فساد په جرم په بند محکوم شول

د عامې روغتیا د پخواني وزیر عثماني درې خپلوان د فساد په جرم په بند محکوم شول

author avatar
18 May 2021 - 22:16
د عامې روغتیا د پخواني وزیر عثماني درې خپلوان د فساد په جرم په بند محکوم شول
author avatar
18 May 2021 - 22:16

کابل (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۰) : ستره محکمه وایي چې د عامې روغتیا وزارت کې د فساد په جرم درې تنه په بند او نغدي جریمې محکوم شوي دي.

دسترې محکمې ویاند احمد فهیم قویم د غویي په ۲۸مه، پژواک اژانس ته وویل چې ددرنو جرمونوپر ضد د مبارزې د ځانګړې محکمې ابتداییه محکمه هر یو احمد شکران عثماني او فریدون سلطاني په لسو کلونو او یوې میاشتې بند محکوم کړل.

هغه زیاته کړه چې دغه راز به دوی د اخیستل شوي رشوت په اندازه په نغدي پیسې جریمې هم محکوم شول.

قویم وویل چې  د حامد حمیدي په نامه بل تن چې په دې قضیه کې یې مرسته کړې وه، خو نیغ په نیغه پکې ښکیل نه وو، په دوه نیم کلونو محکوم شوی او د احمد کاوه په نامه بل تن ته برايت ورکړل شوی دی.

شاوخوا پنخه میاشتې مخکې (۸ مرغومی ۹۹)  ملي امنیت له لویې څارنوالۍ سره په ګډه د عامې روغتيا د هغه مهال د وزیر احمد جواد عثماني د ورور په ګډون څلور تنه په دغه وزارت کې د بډو اخيستو په تور نيولي وو.

سرچینې ویلي وو، چې دغو کسانو د وزارت له ولایتي رئیسانو څخه د رشوت غوښتنه کوله چې د ملي امنیت او لوی څارنوالۍ لخوا نیول شوي دي.

سرچینه وایې په یادو کسانو کې د عامې روغتیا د وزیر ورور احمد شکران عثماني چې وزارت کې کومه رسمي دنده یې نه لرله ، د تره زوی کاوه سرمست زاده، د خاله زوی حامد حمیدي فرامز او د وزارت ارشد سلاکار فریدون سلطاني شامل دي.

بل لورته د عامې روغتیا وزارت یوې بلې سرچېنې پژواک ته ویلي وو چې د فریدون سلطاني د رشوت غوښتنې غږونه لویې څارنوالۍ ته په لاس ورغلي و او د هماغه پر بنسټ دوی دغه کسان نیولي دي .

تر یادې قضیې وروسته ولسمشر اشرف غني د عامې روغتیا د هغه مهال وزیر عثماني له دندې لرې کړی و.

Visits: 837

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.