ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دفاع وزارت: هلمند کې د هند شبه قارې لپاره د القاعدې شبکې قوماندان ووژل شو

دفاع وزارت: هلمند کې د هند شبه قارې لپاره د القاعدې شبکې قوماندان ووژل شو

author avatar
20 May 2021 - 18:54
دفاع وزارت: هلمند کې د هند شبه قارې لپاره د القاعدې شبکې قوماندان ووژل شو
author avatar
20 May 2021 - 18:54

کابل (پژواک، ۳۰ غویی ۱۴۰۰): ملي دفاع وزارت وايي چې هلمند ولایت کې د هند شبه قارې لپاره د القاعدې د قوماندان په ګډون ۱۱ طالبان وژل شوي دي.

د دغه وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېر مازیګر د هلمند ولایت ګرمسېر لسوالۍ اړوند سیمو کې د میوند ۴ عملیاتو په دوام افغان هوايي ځواکونو دغه ولایت کې د طالبانو لپاره د القاعدې یو روزنیز مرکز په نښه کړی دی.

سرچینې زیاته کړې چې د یادو هوايي بریدونو په پایله کې د هند شبه قارې لپاره د القاعدې شبکې قوماندان علي (پنجابی) او د نوموړي څلور ملګري وژل شوي دي. دغه راز په یادو بریدونو کې د ذاکر په نوم د طالبانو یو قوماندان او پنځه ملګري یې هم وژل شوي دي.

سرچینې لیکلي چې د دغو بریدونو په پایله کې د القاعدې شبکې روزنیز مرکز او د طالبانو درې مرکزونه ویجاړ شوي، یو شمېر وسلې او مهمات یې هم تخریب شوي دي.

د طالبانو ویاند قاری محمد یوسف احمدي وايي د دفاع وزارت یاده ادعا حقیقت نه لري چې په هلمند کې يې د القاعدې تنظيم اړوند کوم وژلی دی، هغه ویلي دي: "موږ دا بې اساسه ادعا په کلکه ردوو، په هلمند کې نه داسې څوک شتون لري او نه هم داسې کومه پيښه شوې."

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.