ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” ننګرهار کې د تېلو پمپونو مالکانو ته ګواښونه کېږي”

” ننګرهار کې د تېلو پمپونو مالکانو ته ګواښونه کېږي”

author avatar
20 May 2021 - 16:26
” ننګرهار کې د تېلو پمپونو مالکانو ته ګواښونه کېږي”
author avatar
20 May 2021 - 16:26

جلال اباد (پژواک، ۳۰ غويی ۱۴۰۰): د ننګرهار ولايت د تېلو پمپونو مالکان او د دوی اتحاديه وايي چې د ناپېژاندو ادرسونو له لوري د پيسو تر لاسه کولو په موخه ګواښل کېږي، خو امنيتي ادارې يې د امنيت په ټينګښت کې پاتې راغلې دي.

دوی وايي، تېره لنډه موده کې دوو پمپونو ته ماينونه هم ايښودل شوي چې د چاودنو له امله ورته مالي زيانونه هم اوښتي او هره ورځ ټیلېفوني ګواښونه هم ورته کېږي.

فيض محمد چې جلال اباد ښار کې د تېلو دوه پمپونه لري وايي، څو ورځې وړاندې يې دواړو پمپونو سره چاودنې شوي چې مالي زيان ورته اوښتی.

دی وايي، تراوسه ورته له څلورو مختلفو شمېرو نږدې لس ځلې ټیلېفوني ګواښونه شوي او تر لس زرو ډالرو ترې غوښتل شوي، خو ده ورته ويلي چې يوه افغانۍ هم نه ور کوي.

هغه زياته کړه، ټیلېفون کوونکي کسان ورته کله ځانونه غله، کله د داعش او طالب وسله والو ډلو پورې تړلي کسان معرفي کوي چې دوی يې شمېرې هم له امنيتي ادارو سره شريکې کړې خو کوم ګام نه دی اخیستل شوی.

د تېلو پمپونو د دغه مالک په خبره، ملي امنيت، امنيه قوماندانۍ، د ننګرهار ولايت مرستيال او خپله والي سره يې د اتحاديې د نورو غړو په موجوديت کې ليدل کړي خو ګټه يې نه ده ورته کړې.

په ورته وخت کې د ننګرهار ولايت د تېلو پمپونو اتحاديه وايي چې لږ تر لږه هره ورځ يوه پمپ ته ټيلېفوني ګواښ کېږي او کله ناکله خو چاودنې او يا نورې پېښې هم ثبتېږي.

د دغې اتحاديې وياند سيف الدين ستوري پژواک اژانس ته وويل، له تورخم نيولې تر لغمان او د لغمان ټولو ولسواليو کې د پمپونو مالکانو ته ګواښونه شته او حتی شپې پاڼې (شبنامې) ورته اچول شوې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، ننګرهار کې ټولټال شاوخوا ۲۵۰ پمپونه شته چې هر يوه کې يې لږ تر لږه تر ۱۵ پورې کسان په کار بوخت دي.

په همدې حال کې د ننګرهار ولايتي ادارې د تېلو پمپونو مالکانو ته ډاډ ورکړی چې د هغوی د امنيت د ټينګښت لپاره به لازم تدابير ونیسي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ هم والي ضياء الحق امرخېل د تېلو پمپونو اتحاديې له مسوولینو سره ليدلي او ډاډ يې ورکړی چې په نويو اقداماتو کار کوي.

په دې وروستيو کې چې د هېواد امنيتي وضعيت خراب شوی د ټولنې بېلابېلو قشرونو ته له نامعلومو ادرسونو همدا ډول ګواښونه کېږي او د پيسو غوښتنې ترې کېږي.

Views: 15

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.