ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“خيالي پوليس او د تشکيل کموالى د بلخ نا امنيو عمده لاملونه دي”

author avatar
24 May 2021 - 16:21
author avatar
24 May 2021 - 16:21

مزارشريف ( پژواک، ۳غبرګولی  ۱۴۰۰) : په ولسي جرګه او ولايتي شورا کې د بلخ  يو شمېر استازي وايي، چې د دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې د امنيتي پېښو په ډېرېدو د خلکو اندېښنې هم زياتې شوې دي.

د دوی په خبره، د بلخ ولايت د پوليسو تشکيل يوه نيمه لسيزه وړاندې جوړ شوی او زياتوي چې اوسنيو امنيتي ننګونو ته په پام کم دی او حکومت بايد دغه تشکيل زيات کړي.

يو شمېر وکيلان بيا د سيمه ييزو پوليسو، ولسي پاڅون کونکو او مفرزه ځواک په ليکو کې د سلګونه خيالي سرتېرو شتون هم بلخ ولايت کې د امنيتي وضعيت خرابېدو لوی لامل بولي.

د بلخ د ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد پژواک ته وويل، چې دغه ولايت کې د پوليسو تشکيل په اوسنيو نا امنه شرايطو کې بسنه نه کوي او په وينا يې حکومت بايد دغه تشکيل زيات کړي.

هغه زياتوي چې بلخ کې د پوليسو د لږ تشکيل تر څنګ دغه ولايت کې امنيتي ځواکونه او په ځانګړي ډول پوليس په کافي اندازه تجهيزات او امکانات هم نه لري.

نوموړي وويل، چې مزارشريف ښار کې دوه ناحيې تازه ايجاد شوي؛ خو په وينا يې چې لا يې هم د پوليسو تشکيلات نه دي ورکړل شي.

د بلخ د ولايتي شورا رييس همدا راز د اندېښنې په څرګندولو وويل، چې د مزار – شبرغان لويې لارې ډېری سيمې نا امنه شوي او طالبان په يادو سيمو کې د سربازګيرۍ په حال کې دي.

نوموړي زياتوي چې د بلخ په ډېری ولسواليو کې نا امني پر يوه جدي ننګونې بدله شوې او که حکومت ورته پام ونه کړي؛ نو د طالبانو تحرکات به نور هم زيات شي.

حديد وايي، که بلخ ولايت کې د پوليسو تشکيل زيات شي؛ نو شته نا امني به ټيټې کچې ته ورسېږي.

خو په ورته مهال بيا يو شمېر وکيلان وايي، چې د سيمه ييزو پوليسو، ولسي پاڅون کونکو او مفرزه ځواک په ليکو کې د سلګونو خيالي افرادو شتون د نا امنۍ د زياتېدو لامل شوي.

په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازي ګلرحمان همدرد پژواک ته وويل، که د بلخ پوليسو په ليکو کې فساد له منځه لاړ شي؛ نو په مستقيم ډول به جنايي جرايم او امنيتي پېښې راکمې شي.

هغه وويل: (( زما معلومات دا دي چې يواځې د محلي پوليسو، ولسي پاڅون کونکو او مفرزه ځواک په نوم په بلخ ولايت کې ۶۵۰۰ کسان معاش اخلي، خو له فزيکي لحاظه ۱۰۰۰ کسان هم موجود نه دي، نو زما په نظر دغه ډول فساد د دې لامل شوی، چې جنايي جرايم او امنيتي پېښې زياتې شي)).

د همدرد په وينا، حل لاره دا ده چې لومړی د پوليسو او په ټوله کې د امنيتي ځواکونو ليکې له فساده پاکې شي او تر څنګ يې ژمن او متخصص کسان د امنيتي بنسټونو راس ته راوستل شي.

د ولسي جرګې دغه غړی زياتوي، که حکومت بلخ کې د ملي پوليسو، سيمه ييزو پوليسو، ولسي پاڅون کونکو او مفرزه ځواک باندې څارنه وکړي؛ او د همدې نظارت په پايله تر لاسه شوې خلاوې ډکې شي؛ نو د بلخ امنيتي وضعيت ښه لور ته تلای شي.

په ورته مهال په مشرانو جرګه کې د بلخ د خلکو سناتور غلام عباس اخلاقي پژواک ته وويل، چې د بلخ پوليس په کافي اندازه نظامي تجهيزات په اختيار کې نه لري.

نوموړی زياتوي، چې د بلخ د پوليسو اوسنی تشکيل يوه نيمه لسيزه وړاندې جوړ شوی او په وينا يې دمګړۍ د طالبانو بريدونه لوړې کچې ته رسېدلي دي.

اخلاقي وويل: (( زموږ د بلخ پوليسو د ځينو نورو ولايتونو د څلورو حوزو په څېر هم امکانات نه لري، دا حالت د اندېښنې وړ دی او بايد ورته پاملرنه وشي)).

هغه د بلخ د پوليسو کړنې ستايي او وايي، چې دغو ځواکونو په کمو امکاناتو بلخ کې د جګړو او نا امنيو مخه نيولې ده.

هغه زياته کړه: (( د بېلګې په ډول زه د چهارکنت ولسوالۍ په اړه معلومات لرم؛ چې پوليس يې حتی د (دهشکه) په نوم وسلو امکانات نه لري؛ خو بيا يې هم کور ودان هغه ولسوالۍ يې ساتلې ده)).

اخلاقي هم وايي، که د بلخ پوليسو ته په کافي اندازه امکانات په لاس ورکړل شي؛ نو دغه ولايت کې ورځ تر بلې خرابېدونکی امنيتي وضعيت کنټرولولی شي.

د مزارشريف مدني فعال غلام رسول ملکزي پژواک ته وويل، چې د روانو نا امنيو له امله د اتو ولسواليو لارې د نظامي ځواکونو د تګ راتګ لپاره له مرکز مزارشريف ښار سره تړل شوې دي.

نوموړی همدا راز د مزار – شبرغان لويې لارې په اوږدو کې امنيتي ننګونو ته په اشارې وايي، چې په ځينو ځايونو کې طالبان سړکونو ته راوځي او د سورليو موټر تالاشي کوي.

د هغه په خبره، هغه پوليس چې بايد مزارښار کې د جنايي جرايمو د مخنيوي لپاره کار وکړي، يو شمېر يې ولسواليو ته د جګړې لپاره لېږل شوي دي.

ملکزی له حکومته غواړي، چې پوليس دې تر ډېره په مخامخ جګړو کې نه ښکېلوي او د قانون د پلي کولو مسووليت دې ور وسپاري.

له دې ټولو سره د بلخ امنيه قوماندان سيد معراج الدين سادات له پژواک سره خبرو کې وويل چې خلک دې د بلخ د امنيت په اړه اندېښنه نه کوي.

هغه زياته کړه، چې دمګړۍ په يو شمېر ولسواليو کې تصفيوي عمليات روان دي چې په وينا يې يو شمېر سيمې د دولتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

امنيه قوماندان د بلخ د پوليسو تشکيل مناسب بولي خو وايي، چې دغه ولايت کې د نورو ولايتونو په څېر ريزرف قطعه نه شته.

د سادات په وينا، دوی ته د امنيتي ځواکونو په ليکو کې د خيالي سرتېرو په اړه معلومات نه دي رسېدلي.

Views: 37

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.