کابل (پژواک، ٥ غويى ١٤٠٠) : د افغانستان ستره محکمه وايي چې څلور قاضيان د فساد او رشوت په تول نيول شوي او شپږ تنو نورو قاضيانو ته لازمې تاديبي جزاګانې ورکړل شوې دي.
د سترې محکمې له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پرون د سترې محکمې عالي شورا اوونيزه غونډه د قاضي القضات قانونپوه سيد يوسف حليم په مشرۍ ترسره شوه.
سرچينې زياته کړې، شورا لومړی له اداري فساد سره د مبارز په برخه کې د قضايي مراقبت ادارې کلني راپور اجراات واورېدل، د راپور له مخې، د تېر کال په ترڅ کې ۳۸ کسان چې ۴ تنه يې قاضيان، ۳تنه يې محررين، يو تن مدافع وکيل او ۳۰ تنه نور کسان وو، د رشوت، دوکې ، د تزويري اسنادو جوړول، د دروغو ګواهي ورکول، د القابو انتحال او عامه خدماتو پر موظفينو د تجاوز په تور نيول شوي او اړونده دوسيې يې تر عدلي تعقیب لاندې راوستل شوې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه راز د قضايي مراقبت ادارې محاکمو ته د ۴۰ تنو کمېشن کارانو د راتګ مخنيوی کړى او له هغوی څخه کتبي تعهد اخیستل شوی دی .
سترې محکمې ويلي ، وروسته د قتل، په عنف تجاوز او له دندو څخه د سواستفادې په تور د جزایي تجدیدنظر شپږ عرایض د لویې څارنوالۍ د قضايي تعقیب د مرستیال، محکومین او د محکومینو خپلوانو په حضور کې د جزايي اجرااتو قانون د ۲۸۲ مادې د حکم په رڼا کې تر غور او څېړنې لاندې ونیول شوې او د هر مورد په اړه ځانګړى مقتضي تصمیم ونیول شو.
دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي، چې د اقتضايي پلټنو پر مبني او د وظیفوي تېروتنو تشخيص ته په کتو، د کابل، بلخ، کندهار شپږ تنو قاضیانو ته لازمې تاديبي جزاګانې ورکړل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP