ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ملګري ملتونه په افغانستان کې خپل ماموریت او بشري مرستو ته دوام ورکوي”

“ملګري ملتونه په افغانستان کې خپل ماموریت او بشري مرستو ته دوام ورکوي”

کندهار (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۰): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي سیاسي مرستیاله مېرمن میټ نوډسن وايي چې ملګري ملتونه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته هم په دغه هېواد کې خپل ماموریت او بشري مرستو ته دوام ورکوي.

نوموړې دغه څرګندونې نن کندهار ته د خپل سفر پر مهال وکړې.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي سیاسي مرستیالې مېرمن میټ نوډسن/ H.E Mette Knudsen چې د یوه پلاوي په ملتیا یې کندهار ته سفر کړی و، د کندهار له والي، ولایتي شورا له غړو او قومي مشرانو ولیدل.

په دغو لیدنو کې د ملګرو ملتونو له لوري د سولې بهیر د چټکتیا او له افغانانو سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار وشو.

د کندهار والي روح الله خانزاده پژواک خبري اژانس ته وویل، د ملګرو ملتونو له راغلي پلاوي سره یې د سولې بهیر پروسې او بشري مرستو اړوند د ولس غوښتنې شریکې کړې.

ده زیاته کړه، د ولس غوښتنه دا ده چې ملګري ملتونه دې په هېواد کې د تلپاتي سولې لپاره خپلې هڅې پراخې کړي او دغه راز دې د روغتیا، پوهنې، بشري حقونو د خوندیتوب په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

هغه په روانو حساسو شرایطو کې کندهار ته د ملګرو ملتونو د دغه پلاوي سفر مهم وباله او ویې ویل چې دغه پلاوي خپلې ژمنې بیا تازه کړې او ویې ویل چې ملګري ملتونه به په دوامداره توګه له افغانانو او افغانستان سره ولاړ وي.

د ده په خبره، د ملګرو ملتونو دغه پلاوي ته یې وویل، خلک داسې سوله غواړي چې تلپاتې وي، د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې او د ټولو پرګنو یووالی په کې خوندي وي.

یاد شوي پلاوي د کندهار له چارواکو سره تر لیدنې وروسته د ولایتي شورا له غړو او د جنرال تادین خان په ګډون له یو شمېر مخورو او قومي مشرانو سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.

جنرال تادین خان پژواک خبري اژانس ته وویل، د ملګرو ملتونو د سیاسې برخې مشرې د سولې په پروسه او د پرمختیايي پروژو په برخه کې د کندهار د مخورو مشورې او غوښتنې واورېدې.

هغه زیاته کړه، سوله د ټولو افغانانو ارمان دی خو په دې برخه کې باید رښتیني ګامونه واخیستل شي.

د ده په خبره، د داسې سولې راتګ چې د کورنۍ جګړې خطر په کې وي د منلو نه ده، ځکه طالبان خپل اختیار نه لري او د نورو هېوادونو د موخو او سیاستونو لپاره کار کوي.

دی وايي، د ملګرو ملتونو له دغه پلاوي یې وغوښتل چې د سولې په خبرو کې باید له طالبانو تضمین واخیستل شي، ځکه په تېر اختر کې د اوربند په لومړۍ او دویمه طالبانو په ارغستان او میانشین ولسوالیو کې پر پولیسو بریدونه کړي وو.

د کندهار ولایتي شورا غړي حاجي محمد نادر پژواک ته وویل چې د ملګرو ملتونو له استازو نوډسن، کلپین او سیل ریچ سره د هېواد پر روان سیاسي وضعیت او د سولې پر بهیر ګټورې خبرې وشوې او دواړو لورو په دې اړه خپل نظرونه تبادله کړل.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي سیاسي مرستیالې مېرمن میټ نوډسن/ H.E Mette Knudsen پژواک اژانس ته وویل چې کندهار ته یې د سفر موخه د وضعیت څېړنه، د سولې پروسې او بشري مرستو اړوند خبرې اترې وې.

هغې زیاته کړه، په ټول افغانستان کې يې له بانفوذه او سیاسي څېرو سره ناستې پيل کړي څو د سولې په برخه کې شته خنډونه له منځه یووړل شي.

د دې په خبره، ملګري ملتونه په افغانستان کې د داسې سولې لپاره هڅې کوي چې تلپاتې او ټول شموله وي او ټول بشري حقونه په کې خوندي وي.

هغې وویل، ملګري ملتونه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته هم په دغه هېواد کې خپل ماموریت او بشري مرستو ته دوام ورکوي او له افغانانو سره اوږه په اوږه کار کوي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.