ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

  کندهار کې يوه زده کوونکي کلنۍ ازموینه کې د محرومېدو له امله ځان وژنه کړې

  کندهار کې يوه زده کوونکي کلنۍ ازموینه کې د محرومېدو له امله ځان وژنه کړې

author avatar
29 May 2021 - 17:01
  کندهار کې يوه زده کوونکي کلنۍ ازموینه کې د محرومېدو له امله ځان وژنه کړې
author avatar
29 May 2021 - 17:01

کندهار (پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۰): په کندهار ښار کې یوه زده کوونکي په کلنۍ ازموینه کې د محروم کېدو له امله ځان وژنه کړې ده.

د همایون په نوم دغه ۱۸ کلن زده کوونکی د کندهار ښار د احمد شاه بابا لېسې د یوولسم ټولګي زده کوونکی و.

پېښه د کندهار ښار د ۷مې امنیتي حوزې اړوند په پنجوايي دوه لارې سیمه کې شوې ده.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، يو ۱۸ کلن ځوان په خپل کور کې د استوګنې په خونه کې ځان زیندۍ کړی او ځان وژنه یې کړې ده.

هغه زیاته کړه، د پېښې انګېزه معلومه نه ده، خو پولیسو په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.

خو د وژل شوي زده کوونکي پلار ډاکټر محب الله پژواک خبري اژانس ته وویل، زوی یې په کلنۍ ازموینه کې د محروم کېدو له امله ځان وژنه کړې ده.

د ده په خبره، زوی یې په کور کې هیڅ راز ستونزه نه لرله او د ځان وژنې انګېزه یې یوازې همدا ده.

هغه زیاته کړه: ((زه په جریان کې نه وم، خو زوی مې خپلې مور او وروڼو ته ویلي و چې د ډېرې غیرحاضرۍ له امله له ازموینې محروم شوی دی.))

دی وايي، زوی یې د خپلې غیر حاضرۍ اړوند د روغتون اسناد هم لېسې ته ور وړي وو ، خو هغوی نه و منلي چې بالاخره همدا یې د ځان وژنې لامل شو.

نوموړي ګیله وکړه چې دا کوم عدل او انصاف دی چې د چارواکو زامن ان یوه ورځ هم ښوونځي ته نه ځي خو د فراغت اسناد کور ته ور وړل کېږي، خو یو زده کوونکی چې د یوه لامل له مخې یې غیرحاضري ډېره وي ان له ازموینې محروم کېږي.

د ده په خبره، زوی یې له ډېرو هڅو وروسته بې له دې چې چا ته څه ووايي، خپلې کوټې ته تللی او په پکه پورې یې ځان زیندۍ کړی او خپل ژوند ته یې د پای ټکی ایښی دی.

د کندهار د پوهنې ریاست ویاند نظر محمد صمیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، د همایون په نوم دغه ۱۸ کلن ځوان د احمد شاه بابا لېسې د یوولسم ټولګي د ماسپښين دورې زده کوونکی و.

دی زیاتوي، د هغه د ځان وژنې د انګېزې په اړه څه نه شي ویلای خو تاييدوي چې هغه ۱۳۳ ورځې غیرحاضر و او هر زده کوونکی چې له ۹۸ ورځو ډېره غیر حاضري وکړي، له ازموینې محرومېږي.

Visits: 177

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.