لښکرګاه (پژواک، ٩ غبرګولى ١٤٠٠): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ٧ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د خصوصي سکتور له لوري د يوه صنعتي پارک د جوړېدو چارې پيل شوې.
دغه صنعتي پارک د نوي عمري تجارتي او ساختماني شرکت له لوري جوړيږي چې نن يې د جوړېدو چارې پيل شوې.
د ياد شرکت رييس محمد عيسي عمري وويل چې دغه پارک د ٧ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت په شپږو مياشتو کې جوړيږي.
هغه وايي چې د دغه صنعتي پارک په جوړېدو سره به شپږ زرو کسانو ته د کار کولو زمينه برابره شي.
ده زياته کړه: ((د اوس لپاره خو په کې اووه ميليونه ډالره پانګونه کيږي چې د سوداګرو لپاره به ټولې اسانتياوې ولري، خو که چېرې سوداګر بيا په کې نوره پانګونه وکړي او فابريکې جوړې کړي، نو بيا به پانګونه له سلو ميليونو ډالرو هم ډېره شي.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه پارک د هلمند-کندهار پر لويه لار د سرکار ويالې ته څېرمه په ١١٩٧ جريبه ځمکه کې جوړيږي.
دغه راز يو تن سوداګر سيد احمد وويل چې د دغه شان په معيار برابر صنعتي پارک جوړول د سوداګرو لپاره ډېر مهم دى.
ده له حکومتي مسوولينو غوښتنه وکړه چې صنعتي پارک ته د برېښنا په ورکولو کې پوره همکاري وکړي.
داسې مهال په هلمند کې د صنعتي پارک د جوړېدو چارې پيليږي چې له تېرو څو مياشتې راهيسې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ پرله پسې جګړې روانې دي چې له امله يې تر اوسه ٤٠ زره کورنۍ نورو سيمو ته کډه شوي او په بد اقتصادي حالت کې ژوند کوي.










