کابل (پژواک، ٩ غبرګولى ١٤٠٠) : د امریکا متحدو ایالتونو پرمختیایي ادارې (USAID) مسوولینو ولسمشر غني ته د خپلو راتلونکو پروژو، مرستو او همکاريو په اړه معلومات ورکړل.
له ارګ څه د غبرګولي په ٩مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني پرون
ماښام د امریکا متحدو ایالتونو پرمختیایي ادارې (USAID) له مسوولینو سره په ناسته کې په افغانستان کې د دوی د پروژو په اړه خبرې وکړې.
سرچينې زياته کړې، په دغه ناسته کې چې په ارګ کې وشوه او د امریکا متحدو ایالاتونو سفیر هم حضور درلود، یادو مسوولینو په افغانستان کې د دیموکراسۍ، له فساد سره د مبارزې په ګډون د حکومتولۍ، د روغتیا او پوهنې سکتورونو د پیاوړتیا په ځانګړي ډول له ښځو او نجونو د لازیات ملاتړ په برخو کې د خپلو راتلونکو پروژو په اړه، معلومات وړاندې کړل.
دوی څرګنده کړه : " د سولې په برخه کې زموږ ستراتېژي روان وضعیت ته په پام له دغې پروسې ملاتړ دی چې د تلپاتې او عادلانه سولې د ترلاسه کولو په برخه کې له افغانانو او دا چې دوی د سولې پروسې مالکان وي، مرسته او همداراز د اساسي خدمتونو وړاندې کولو او بشردوستانه مرستو په برخه کې به له دوی زیات ملاتړ وکړو. "
ولسمشر غني د یادې ادارې له فعالیتونو د مننې ترڅنګ وویل، د افغان حکومت لومړیتوب د اوبو مدیریت او د کرنې پراختیا او همداراز پر پروسس او صادراتو تمرکز دی.
هغه پر دې په ټینګار چې ولسي تړون يې موخه ده وویل : " موږ به پر افغاني تولیداتو زیات تمرکز وکړو او د اساسي خدمتونو وړاندې کولو برخه کې باید ستاسې مرستې نتیجه محوره وي. "
ولسمشر غني زياته کړې چې د خدمتونو وړاندې کول باید لومړيتوب بندي او په کې د ټولنې پر درې اقشارو چې ښځې، ځوانان او بې وزلي په کې شامل دي، زیات تمرکز وشي.
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې وویل، د سولې په برخه کې یوې لازمې اجماع ته رسېدلي او په دې اړه به د خلکو له بېلابېلو اقشارو سره د مشورو لړۍ دوام ومومي.
  . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن