ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار ښار کې دوو ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوې

کندهار ښار کې دوو ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوې

author avatar
31 May 2021 - 18:38
کندهار ښار کې دوو ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوې
author avatar
31 May 2021 - 18:38

کندهار (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۰): په کندهار ښار کې د دوو ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو چارې بشپړې او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

دغه ودانۍ د کندهار ښار په ۷مه او ۹مه ناحیو کې د کډوالو نړیوال سازمان/ UNHCR په مالي لګښت جوړې شوې دي.

د دغو ودانیو په پرانیسته کې د کندهار ولایت د ټولنیزو چارو مرستیال حاجي اغالالي دستګیري، د پوهنې رییس پوهنیار محب احمد روښان، د کډوالو نړیوال سازمان استازو تکاشي موریاما او ډاکټر شېر احمد شاکر او یو شمېر قومي مشرانو او مخورو ګډون کړی وو.

په کندهار کې د کډوالو نړیوال سازمان استازي ډاکټر شېراحمد شاکر پژواک اژانس ته وویل، د کندهار ښار په ۹مه ناحیه کې د شهید عظیم الله لیسې د نارینه زده کوونکو لپاره د ودانۍ پر جوړولو څه له پاسه ۱۳۹ زره امریکايي ډالر لګښت راغلی چې د اړوندې ادارې له خوا ورکړل شوي دي.

ده زیاته کړه، ودانۍ په دوو پوړونو کې د ۸ ټولګیو په لرلو، د ۸ میاشتو په موده کې جوړه شوې او په مېزونو او څوکیو سمبال شوې ده.

دغه راز ده وویل چې د کندهار ښار په ۷مه ناحیه کې د مرغان لومړني ښوونځي لپاره ودانۍ د څه باندې ۲۸۸زره امریکايي ډالرو په ارزښت په یوه پوړ کې جوړه شوې ده.

هغه زیاته کړه، په دې ودانۍ کې ۱۰ تدریسي ټولګي، یوه لابراتوار خونه، کمپیوټر لیب، ۴ اداري خونې، ۶ عصري تشنابونه، جنراتور خونه، سولر سیسټم، د څښاک اوبه، ورزشي لوبغالی او نورې اسانتیاوې شاملې دي.

ده خبر ورکړ چې د کندهار د پوهنې بهیر د ودې په موخه به د کډوالو نړیوال سازمان د مرستو لړۍ روانه وي او په نژدې راتلونکې کې به دوو نورو ښوونځیو ته هم ودانۍ جوړې کړي.

د پوهنې رییس محب احمد روښان پژواک ته وویل، په کندهار کې د زده کړو بهیر یوه تر ټولو بنسټیزه ستونزه د ښوونځیو لپاره د ودانیو نشتوالی دی چې د دې ستونزې د حل لپاره عملي هڅې پیل شوي دي.

هغه د بېلګې په توګه د شهید عظیم الله لېسه یاده کړه چې د ودانۍ د نشتوالي له امله نجونو او هلکانو مختلط درس وایه، خو د نوې ودانۍ په جوړېدو سره دا ستونزه حل شوه.

د ده په خبره، ګڼ نور ښوونځي په کرايي کورونو کې فعالیت لري چې په دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

خو ده خبر ورکړ چې په تېرو څو میاشتو کې په کندهار کې د ۷۰ ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې شوي او دا چاره روانه ده.

د ده په خبره، د دې ستونزې د حل په موخه یې د ولس او ولایت مقام په همکارۍ هڅې پيل کړي څو د ښار په بېلابېلو ساحو کې ځمکې پیدا کړي او وروسته ورباندې د وزارت او نورو ډونرانو په مرسته ودانۍ جوړې کړي.

د ولایت مقام د ټولنیزو چارو مرستیال حاجي اغا لالي دستګیري د ملګرو ملتونو د کډوالو له ادارې مننه وکړه او له هغوی یې غوښتنه وکړه چې د پوهنې په برخه کې دې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

هغه دغه راز پر خلکو هم غږ وکړ چې خپل اولادونه ښوونځیو ته ولېږي څو له زده کړو د هغوی محرومیت پای ته ورسېږي.

له کابل څخه راغلي د یو این ایچ سي ار استازي تکاشي موریامو ډاډ ورکړ چې خپلو مرستو ته به دوام ورکوي څو د کندهار د پوهنې بهیر وده ومومي.

د یادونې ده، له کندهار ښار ور ها خوا د دې ولایت په ۸ ولسوالیو کې ۷۰ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوي، ۱۱ نورې تر کار لاندې دي او د ۴۸ نورو ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړول منظور شوي دي.

د کندهار د پوهنې ریاست چارواکي دا د پوهنې د ودې په برخه کې لوی پرمختګ ګڼي او وايي له دې سره د ښوونځیو لپاره د ودانیو د کمښت ستونزه ۳۰ سلنه حل شوې ده.

د ګڼو نورو ستونزو تر څنګ په دې ولایت کې لا هم د تشکیل د کمښت، ناامنیو او نورو ستونزو له امله ۱۳۷ ښوونځي تړلي دي او یوازې ۳۴۷ پرانیستي دي.

Visits: 62

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.