ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د ۳۳ ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو یو چيک ډېم جوړ شو

خوست کې د ۳۳ ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو یو چيک ډېم جوړ شو

author avatar
5 Jun 2021 - 17:18
خوست کې د ۳۳ ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو یو چيک ډېم جوړ شو
author avatar
5 Jun 2021 - 17:18

خوست ښار (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۰): خوست کې د ۳۳ ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو يو چيک ډېم جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو او دغه راز د ۱۹ ميليونه افغانيو په لګښت د يو استنادي دېوال جوړېدو چارې هم پيل شوې.

د ولايتي مسوولينو په وينا، د اوبو ياد چيک ډېم د خوست مرکز اړوند د ماڼۍ په سيمه کې جوړ شوی چې پر يوه وخت ۱۲زره جريبه کرنيزې ځمکې ته اوبه ورکوي.

هغوی دغه راز ايي، د اوبو د دغه چيک ډېم ترڅنګ په همدې سيمه کې د ۷۱۰ مترو په اوږدوالي د یوه استنادي دېوال جوړېدو کارونه هم پيل شول.

د خوست والي مهمند ګټوازي پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه دواړه پروژې د کليو پراختيا او بيارغونې وزارت په چوکاټ کې ترسره کېږي چې د کرنې سکتور د ودې او پرمختګ په برخه کې موثرې تمامېږي.

ده زياته کړه: “دغه د زراعت زموږ د ستاسې د پرمختګ، ترقي او خودکفايي ده. رئيس جمهور همېش دغسې وايي چې تاسې خپله بايد خودکفا شئ، زراعت بايد موږ خپل پوره کړو، لکه پخوا چې صادرول به مو.”

والي همدارنګه په خپلو خبرو کې زياته کړه، هڅه يې دا ده چې د روان ۱۴۰۰ لمريز کال تر اخره د دغه ولايت په مختلفو سيمو کې ټول ټال د اوبو پنځوس چيک ډېمونه جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپاري.

په ورته مهال د ماڼۍ سيمې اوسېدونکي او کروندګر وايي، د اوبو د ياد چيک ډېم په جوړېدو سره يې هغه کرنيزې ځمکې ابادې شوې چې د کافي اوبه د نه موجوديت له امله شاړې پرتې وې.

د افسرخان او جهان شاه په نومونو دوو کروندګرو پژواک اژانس ته په دې اړه وويل: “موږ له حکومته ډېره مننه کوو چې موږ ته يې دا ځمکې ابادې کړې. مخکې اوبه بېخي زموږ ځمکو ته رسېدې نه، مخکې موږ اوبه نه لرلې، دا للمه وه، اوس خو دا دي اوبه راته بهېږي، ښې پريمانه، ډېره غټه ګټه ده. موږ ته په سږ کال کې دومره حاصل شوی چې په ډېرو کلونو کې هم نه دی شوی.”

بلخوا د خوست د کليو پراختيا او بيارغونې رييس انجينر عاشق الله اخلاص يار وايي چې په روان ۱۴۰۰ لمريز کال کې به د کليو پراختيا او بيارغونې وزارت په چوکاټ کې څلوره سوه بېلابېلې پروژې بشپړې شي.

هغه وايي: “دغه پروژې په بېلابېلو کليو کې دي، پخوا موږ ځينو ولسواليو ته لاسرسی نه لاره، ولې اوس موږ موسی خېلو ته لاسرسی لرو، موږ سپېرې ته لاسرسی لرو، موږ صبريو ته لاسرسی لرو. موږ کوشش کوو چې په ټوله مانا انډول مراعات کړو او انډول ته پوره احترام ولرو، پخوا به ستونزې وې يا قومي ستونزې او يا نورې ستونزې.”

نوموړي دغه راز وويل چې همدا اوس د چيک ډېمونه او کانالونو په برخه کې کار روان دی او د خوست زياتره سيمو ته چې اوبه نه دي رسېدلې، هغه به ابادې شي.

Visits: 169

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.